په ژوندی پڼه خپرونه
    ناریشکین: په اوکراین کی د جګړی سره اروپا ته مرګ او ویجاړی ستنی شوی

    ناریشکین: په اوکراین کی د جګړی سره اروپا ته مرګ او ویجاړی ستنی شوی

    © AP Photo/ Alexander Zemlianichenko
    سیاست
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 71 0 0

    د روسیی د پارلمان ریس سرګی ناریشکین وویل چی؛ په اروپا کی مرګ او ویجاړی هغه مهال پیدا شوی، چی د امریکا په ملاتړ د ناټو ځواکونو په کیف کی نازیزم په څپو راوست او په اوکراین کی د کورنی جګړی څرخ تاو شو.

    د یکشنبی په ورځ د روسیی د پارلمان ریس سرګی ناریشکین جنوبی کوریا ته په رسمی سفر تللی دی.

    د روسیی د پارلمان ریس سرګی ناریشکین په جنوبی کوریا کی د روسیی او جنوبی کوریا تر مینځ د تاریخی او کلتوری اړیکو په هکله د ګردی میز پر مهال خبرو کی وویل؛ « ژوند یو ځل بیا ښکاره کړه، چی د تیرو څخه درسونه یا ښه زده شوی نه دی او هم هیر شوی دی. په دی هکله په یوګوسلاویا کی غمیزی، په عراق کی، لیبیا کی، سوریی کی… ویجاړی او مرګونه په خپله څرکندونی کوی او کله چی د امریکا په ملاتړ د ناټو ځواکونو په کیف کی نازیزم په څپو راوست ، په اوکراین کی د کورنی جګړی څرخ تاو شو او اروپا ته ورسره مرګ او ویجاړی بیا راستنی شوی.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی