په ژوندی پڼه خپرونه
    په عراق او سوریی کی د امریکا د متحده ایلاتو د پوځی عملیاتو لګښت تر ۲ ملیاردو ډالرو ډیر شو

    په عراق او سوریی کی د امریکا د متحده ایلاتو د پوځی عملیاتو لګښت تر ۲ ملیاردو ډالرو ډیر شو

    © Sputnik/ Mihail Kutuzov
    سیاست
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 87 0 0

    په عراق او سوریی کی د امریکا د متحده ایلاتو د « اسلامی دولت » د تروریستی ډلی پرضد د پوځی عملیاتو لګښت د اپریل د میاشتی په ۹ مه نیټه ۲،۱ ملیارده ډالره ښودل شوی دی. په دی هکله د پنتاګون استازی ستیف اویرن خبر ورکړی دی.

    ستیف اویرن په همدی ډول وویل؛ چی په راتلونکی اونی کی به ۲ زره د ټانک ضد « AT-4 » ډوله لاسی راکټ اندازه عراق ته ورکړل شی.په د ی هکله د « ریا نووستی » خبری آژانس خبر ورکړی دی.

    د یادولو وړ ده، چی د امریکا په مشری د نړیوال اعتلافی ځواکونو لخوا په عراق کی د « اسلامی دولت » د ډلی په اډو د بمباریو لړی د تیر  ۲۰۱۴ ز- ل کال د افګست په میاشت کی پیل شوی او په روان کال کی همدا ډول پوځی عملیات په سوریی کی پیل شوی دی خو په سوریی کی عملیات د دی هیواد د چارواکو د اجازی پرته تر سره کیږی.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی