په ژوندی پڼه خپرونه
    سیاست

    د « ختیځ ملګرتیا » په اعلامیی کی د کریم د مسالی یادونه هم کیږی

    سیاست
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 66 0 0

    د « ختیځ ملګرتیا » د لویی غونډی ( سامت ) د پایلو په وروستنی اعلامیی کی د کریم مساله به په یو ډول یا په بل ډول یاده شی. دغه څرګندونی په ریګا کی د جمعی په ورځ د فینلنډ صدراعظم الکساندر ستوب کړی دی.

    خبریلانو سره د خبرو پر مهال نوموړی وویل؛ « مونږ په دی مساله بحث کوو، داسی ښوونی نه ده، چی د « ختیځ ملګرتیا » په لویی غونډی (سامت) کی برخه ولرو او په دی مسالی خبری ونه کړو، او په دی هم مونږ ټول باید پوه وو، چی د « ختیځ ملګرتیا » د هیڅ چا پر ضد ولاړه نه ده، په دی لویی غونډی کی به د کریم په هکله یو څه وی، خو مونږ د عملی کارونو په هکله هم غواړو چی خبری وکړو».

    د « ختیځ ملګرتیا » د ټولنی تګلاره په سیاسی او اقتصادی چارو کی د اروپایی ټولنی سره د آزرباییجان، ارمنستان، بیلاروسیی، ګرجستان، ملداویا او د اوکراین نژدی کول دی. وروستیو دریو هیوادونو په تیر کال کی د اروپایی ټولنی سره د اتحادیی په کچه د ملګرتیا تړون لاسلیک کړ.

    د مای د میاشتی په ۲۱-۲۲ مه نیټه په ریګا کی د « ختیځ ملګرتیا » د ټولنی لویه غونډه (سامت) جوړیږی، په دی غونډه کی د اروپایی ټولنی او په دی پروګرام کی د شاملو هیوادونو د دولت او حکومت مشران ګډون وکړی.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی