په ژوندی پڼه خپرونه
    ولادیمیر پوتین د « بریکس » د ټولنی استازو سره د امنیت په هکله خبری کوی

    ولادیمیر پوتین د « بریکس » د ټولنی استازو سره د امنیت په هکله خبری کوی

    © Photo/ Photo host agency/Anatoliy Medved
    سیاست
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 4710

    د روسیی ولسمشر ولادیمیر پوتین د مای د میاشتی په ۲۶ مه نیټه د « بریکس » د ټولنی د غړو هیوادو د امنیتی چارو په برخه کی استازو سره په پینځمه کلنی غونډه کی کتنه کوی.

    د « ریا نووستی » خبری آژانس خبر ورکوی، چی په دغی غونډی کی به د « بریکس » د ټولنی غړو هیوادونو سره په سیمه او نړی کی د امنیت د ټینګښت په هکله خبری په داسی حال کی وشی، چی د « بریکس » دټولنی مشری د اپریل په میاشت کی روسیی ته سپارل شوی ده.

    د « ریا نووستی » خبری آژانس د ولسمشر د رسنیز دفتر د چارواکی له قوله خبر ورکوی؛ چی « روسیه د « بریکس » په ټولنه کی د خپل ریاست پر مهال په پام کی لری، چی د ډیرو نړوالو ستونزو د هواړولو او په ځینو برخو کی د هم غږیو لپاره په داسی اساسی برخو کی، نړیوال سیاست او اقتصاد کی چی د نړیوالی حکمروایی نه بیلیدونکی برخی دی، عملی ګامونه په ګډه پورته کړی».

    نښی
    ولادیمیر پوتین
    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی