په ژوندی پڼه خپرونه
    د ناټو سر منشی: مونږ به د اوکراین غوښتنه چی د ناټو غړیتوب تر لاسه کړی، د عمومی بنسټ له مخی وڅیړو

    د ناټو سر منشی: مونږ به د اوکراین غوښتنه چی د ناټو غړیتوب تر لاسه کړی، د عمومی بنسټ له مخی وڅیړو

    © REUTERS/ Yves Herman
    سیاست
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 73 0 0

    د ناټو عمومی سر منشی آینس ستول تین بیرګ څرګنده کړی، چی د ناټو سازمان به د اوکراین هغه غوښتنه چی د ناټو غړیتوب تر لاسه کړی، دغه سازمان د غړیتوب د عمومی اساساتو له مخی وڅیړی په دی هکله پریکړه به د ناټو ۲۸ غړی هیوادونه وکړی.

    د ناټو عمومی سر منشی آینس ستول تین بیرګ زیاته کړه: « زه په دی باور لرم چی هر هیواد دی حق لری چی خپله لاره په خپله غوره کړی، د ناټو د سازمان د پراختیا او د ناټو د غړیتوب حق د دغه هیواد او د ۲۸ غړو هیوادونو پریکړو پوری تړلی دی». دغه خبر د « ریا نووستی» خبری آژانس ورکړی دی.

    له دی مخکی د اوکراین ولسمشر پیتر پوراشینکو د اوکراین د ملی امنیت د ستراتیژی اصلی ټکی اروپایی ټولنی سره نژدی اړیکی او د ناټو د سازمان غړیتوب تر لاسه کولو لپاره د شرایطو برابرول په ګوته کړی وو.      

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی