په ژوندی پڼه خپرونه
    سیاستپوه: امریکا، فیفا څخه د سیاسی وسلی په توګه کار اخلی

    سیاستپوه: امریکا د فیفا څخه د سیاسی وسلی په توګه کار اخلی

    © Sputnik/ Vladimir Sergeev
    سیاست
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 68 0 0

    په فیفا کی د فساد په تړاو شخړه امریکا رامنځ ته کړی ده تر څو مشرتابه چی د روسیی په هکله ښه نطر لری، له دندی ګوښه کړی. دغه څرګندونی د « سپوتنیک » د راډیو په څپو کی سیاستپوه اندری مانوایلو کړی دی.

    اندری مانوایلو په دی اند دی چی؛ « د فیفا اوسنی مشر تابه د روسیی په هکله ځانګړی ښه نطر لری، امریکایان په داسی حالاتو کی د ټولو هغو نړیوالو سازمانونو په چارو کی لاسوهنی کوی، چی د روسیی پر وړاندی په ښکاره توګه د خپلی دښمنی څرګندونه نه کوی. ما ته داسی ښکاری چی د امریکایانو لپاره فوتبال یواځی بیزنس نه دی، بلکی یوه سیاسی وسله هم ده. هغوی لپاره اوسمهال ډیره مهمه خبره دا ده، چی د راتلونکو ټاکنو لپاره خپل سړی مخ ته کړی، او د دغی ټولنی د ریاست ځای د دوی د خوښی وړ سړی تر لاسه کړی، بیا هغه مهال کولای شی د هغه له لاری د روسیی ضد سیاست پر مخ بوځی، او د هغه له لاری بیا کولای شی چی په روسیی کی د فوتبال د لوبو په سیالیو بندیز ولګوی، او داسیی یی وښایی چی ګواکی دا کار یی، د لویدیځ ټوله پرمخ تللی نړی د روسیی یرغلیز سیاست پر وړاندی کړی دی».

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی