په ژوندی پڼه خپرونه
    د امریکا په غوښتنه قطر د هغو طالبانو چی د ګوانتانامو څخه آزاد شوی دی، د نه وتلو موده اوږده کړه

    د امریکا په غوښتنه قطر د هغو طالبانو چی د ګوانتانامو څخه آزاد شوی دی، د نه وتلو موده اوږده کړه

    © Flickr/ Isabell Schulz
    سیاست
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 81 0 0

    د قطر چارواکو د امریکا د متحده ایالاتو په غوښتنه د هغو طالبانو چی په تیر کال کی په کوبا کی د ګوانتانامو د ځانګړی زندان څخه د بوی بیرګادال په نامه د امریکایی ظابط د آزادولو په بدل کی آزاد شوی دی، له دی هیواد څخه د وتلو د بندیز موده اوږده کړه. د یکشنبی په ورځ د « آسوشیدت پریس » خبری آژانس په دی هکله خبر ورکړی دی.

    د آژانس د سرچینو په حواله ویل کیږی،چی امریکا به تر هغی پوری جنګیالیو ته د هیواد څخه د وتلو اجازه ورنکړی تر څو د قطر سره دی پریکړه ته نه وی رسیدلی، چی دغه جنګیالی بیرته تروریزم ته مخه نه کوی. په خبر کی ویل کیږی؛ چی « بندیز به تر هغی دوام ولری تر څو د دوی د آزادولو په هکله وروستی پریکړه نه وی شوی». آژانس زیاتوی چی پینځه واړه جنګیالی اوسمهال په قطر کی او د څارنی لاندی دی.

     د یادولو وړ ده، چی قطر د بیرګادال د آزادولو په بهیر کی د واشنګټن او طالبانو تر مینځ منځګړی هیواد وو او پنځو طالب جنګیالیو ته اجازه ورکړل شوه په قطر کی ژوند وکړی، د یو کال لپاره چی نن پوره شو دغو جنګیالیو ته اجازه نه ورکول کیده تر څو د دی هیواد څخه ووځی.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی