په ژوندی پڼه خپرونه
    روسیه حق لری په خپله خاوره کی په کریمیا کی هم اټمی وسلی ځای پر خای کړی

    د روسیی د بهرنیو چارو وزارت: روسیه حق لری په خپله خاوره کی په کریمیا کی هم اټمی وسلی ځای پر خای کړی

    © Sputnik/ Viktor Tolochko
    سیاست
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 121 0 0

    د روسیی د بهرنیو چارو وزارت پر وسلو د کنترول او د څار د کمیټی ریس میخاییل اولیانف د « ریا نووستی » خبری آژانس سره د مرکی پر مهال وویل؛ روښانه ده، چی روسیه حق لری د اړتیا په وخت کی د خپلی خاوری په هر ځای کی اټمی وسلی ځای پر خای کړی، په کریمیا کی هم.

    میخاییل اولیانوف دغه خبری د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر پاول کلینکین د څرګندونو په تړاو چی د ناټو د غړو هیوادونو د وزیرانو د غوڼدی پر مهال یی کړی وی، وکړی او زیاته یی کړه؛ « بی له شکه چی روسیه د اړتیا پر مهال حق لری، د خپلی ملی واکمنی لاندی د خاوری په هر ځای کی په کریمیا کی هم خپلی اټمی وسلی ځای پر ځای کړی».

    له دی مخکی د روسیی د دفاع د چارو وزیر سرګی شایګو د روسیی د وسله وال پوځ د ناڅابه کنترول په بهیر کی ویلی وو چی، په پام کی لری، په کریمیا کی  « Ту-22М3 » ډوله لس الوتکی چی په راکټونو سمبال دی او همدارنګه کولای شی اټمی وسلی ولیږدوی، ځای پر ځای کړی. امریکا متحده ایالاتو بیا په خپل وار په دی تړاو خپلی اندیښنی څرګندی کړی دی.

    وروسته له هغی چی د ۲۰۱۴ زیږدیز — لمریز کال د مارچ د میاشتی په ۱۶ مه نیټه په کریمیا او سیواستوپول کی ټول پوښتنه تر سره شوه او ډیرو خلکو روسیی سره د یو ځای کیدو لپاره خپله رایه وکاروله، یادی سیمی روسیی سره یو ځای شوی خو کیف لا تر اوسه دغه سیمی د اوکراین یوه برخه بولی.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی