په ژوندی پڼه خپرونه
    د « Бук-М1 » څخه د اوکراین په ختیځ کی د « MH17 » الوتکه ویشتل شوی وه

    « الماس - آنتی »: د « Бук-М1 » څخه د اوکراین په ختیځ کی د « MH17 » الوتکه ویشتل شوی وه

    © AP Photo/ Rob Griffith
    سیاست
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 42 0 0

    یواځی د اوکراین وسله وال پوځ د « Бук-М1 » په نامه د دافع هوا او راکټی سیستم د کوم څخه چی د اوکراین په ختیځ کی د « MH17 » الوتکه ویشتل شوی وه، لری.

    د « الماس — آنتی » شرکت د اوکراین په ختیځ کی د « MH17 » الوتکی د غورځیدو په تړاو یو څیړنیز راپور خپور کړی چی د دغه راپور په جوړولو کی هغو کارپوهانو ګډون درلود، چی د « سایبریا » د هوایی شرکت د هغی هوایی الوتکی د غورځیدو په څیړنو کی چی په ۲۰۰۱ زیږدیز — لمریز کال کی د توری بحیری په سر د اوکراین د هوایی مدافعی ځواکونو لخوا ویشتل شوی وه، برخه اخستی وه.

    د « الماس — انتی » د هوایی او مدافعی هوایی شرکت اینجینر میخاییل مالیشوفسکی په دی هکله وایی؛ چی که چیری د « Boening » الوتکه د « Бук » څخه ویشتل شوی نو دا به د حتمأ « Бук-М1 » څخه چی اوکراین سره شته، ویشتل شوی ده.

    نوموړی زیاته کړه؛ « د الوتکی د باندینی بڼی د بیا رغیدو وروسته د هرډول توغندیو چی یاد شرکت جوړ کړی دی، په تړاو یی څیړنی تر سره شوی او په پایله کی ومنل شوه چی ډیره ښوونی دا ده، چی د « MH17 » الوتکه د « Бук-М1 » ډوله راکټ سره ویشتل شوی ده.

    د دی سربیره د روسیی کارپوهانو روښانه کړی، چی دغه الوتکه د زینیت په راکټ ویشتل شوی ده.  

    کارپوهانو دا خبره رد کړی، چی ګواکی پاڅون کوونکو دغه الوتکه ویشتلی ده.

    د جون د میاشتی په ۱۷ مه نیټه د « Boeing 777 » سپرلی وړونکی الوتکه چی ۲۹۸ تنه چی د دوی د جملی څخه ۸۵ کوچنیان او ۱۵ تنه د الوتکی عملی غړی وو، په کی سپاره وو، د امستردام څخه کولالمپور ته الوتنه کوله، په دانیڅک کی وغورځیده، په پیښه کی ټول مسافرین ووژل شول. د کیف چارواکو په دانیڅک کی پاڅونکوونکی د الوتکی په ویشتلو تورن کړل او هغوی بیا په خپل وار اعلان وکړ، چی داسی وسلی چی په دومره لوړوالی کی دی الوتکه وولی، په لاس کی نه لری.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی