په ژوندی پڼه خپرونه
    د روسیی د همکاریو آژانس په افغانستان کی خپل مرکز پرانیزی

    د روسیی د همکاریو آژانس په افغانستان کی خپل مرکز پرانیزی

    © Sputnik/ Vladimir Rodionov
    سیاست
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 53 0 0

    د روسیی د همکاریو ټولنه په ۲۰۱۵ زیږدیز – لمریز کال کی په پام کی لری، چی په افغانستان او بیلاروسیی کی خپل مرکزونه پرانیزی، په همدی ډول په ایران، سنګاپور او جنوبی افریقا کی د دغه آژانس د مرکزونو د پرانستلو په هکله خبری روانی دی. په دی هکله خبریالانو ته د دغه آژانس مشری لوبوف ګلیبووا خبر ورکړی دی.

    لوبوف ګلیبووا په دی هکله وویل؛ « مونږ په دی باوری یو، چی په افغانستان کی به د سپتامبر او اکتوبر په میاشت کی دغه مرکز پرانستل شی، د دی لپاره زمونږ هر څه برابر دی، دا یوه ډیره مهمه خبره ده».

    نوموړی زیاته کړه؛ « زمونږ د مرکزونو د پرانستلو مینه وال ډیریږی »، « په ډیرو هیوادونو کی زمونږ د مرکزونو پرانستلو ته لیوالتیا لیدل کیږی، په سینګاپور کی د داسی مرکز د جوړولو په هکله خبری په داسی حال کی روانی دی، چی همدا اوس د دواړو خواوو حکومتی چارواکو تر منځ په نړیواله کچه موافقتنامی لاسلیک شوی دی، د ایران او جنوبی افریقا سره هم په دی هکله خبری روانی دی».

    لوبوف ګلیبووا زیاته کړه؛ په پام کی ده، چی د خپلواکو دولتونو د ټولنی په غړو هیوادونو کی هم د روسیی د همکاریو د آژانس مرکزونه پرانستل شی، چی « بی له شکه هلته زمونږ شتون هم زمونږ لپاره او هم د دغو هیوادونو لپاره ډیر مهم دی»، نوموړی ټینګار وکړ، چی« د دغه کار ملاتړ همدا اوس ډیر اړین دی». 

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی