په ژوندی پڼه خپرونه
    د روسیی د بهرنیو چارو وزیر وعده وکړه چی د ثبات په لاره کی به د افغانستان ملاتړ وکړی

    د روسیی د بهرنیو چارو وزیر وعده وکړه چی د ثبات په لاره کی به د افغانستان ملاتړ وکړی

    © Sputnik/ SCO Host Photo Agency/Vitaliy Belousov
    سیاست
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 12110

    مسکو چمتو دی، په افغانستان کی د ثبات د ټینګښت په موخه خپلی ټولی هڅی وکړی، دغه څرګندونی د روسیی د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف د خپل افغان سیال سره د « د امنیت په تړاو د شانګهای د سازمان د غړو هیوادونو د غونډی » په درشل کی کړی دی.

    سرګی لاوروف وویل؛ « زمونږ د هیوادونو تر منځ ډیری پخوانی ښی اړیکی شته، مونږ به تر خپلی وسی مرسته وکړو، چی ستاسی په هیواد ثبات ټینګ شی».

    د روسیی د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه؛ « لکه څنګه چی پوهیږو، د ملی یوالی حکومت جوړ شو، مونږ یو ځل بیا د افغانستان مشرتابه سره د خپلو هر اړخیزه همکاریو په دوام ټینګار کوو‎».

    سرکی لاوروف د افغانستان د اقتصاد پیاوړتیا اړینه وبلله. د نوموړی په اند، د نشه یی توکو او تروریزم پر ضد مبارزه باید دوام ولری.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی