په ژوندی پڼه خپرونه
    د  G7 پر ضد په لاریونونو کی تر سلو تنو ډیر خلک زیانمن شوی دی

    د G7 پر ضد په لاریونونو کی تر سلو تنو ډیر خلک زیانمن شوی دی

    © AP Photo/ Charles Dharapak
    سیاست
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 77 0 0

    په جرمنی کی د G7 د لویی غونډی پر ضد د لاریونونو په لړی کی د پولیسو لخوا د اوښکو بهوونکی ګاز د کارولو وروسته تر سلو تنو ډیر خلک زیانمن شوی دی. په دی هکله خبر د STOP G7 د ټولنی د لاریونکوونکو د استازو لخوا ورکړ شوی دی.

    د « ریا نووستی » خبری آژانس د دغو استازو له قوله کاږی؛ « لاریون ډیره سولیزه بڼه لرله، د پولیسو غبرګون بی بنسټه او طالمانه وو. د دغو ګډوډیو مسولیت په بشپړه توګه د امنیتی چارواکو، چی خلک یی په ډنډو ووهل، په غاړه دی. په همدی ډول د مرچو د ډګ ګاز کارول هم یو بی بنسټه عمل وو، چی په پایله کی سلګونو تنو ته زیانونه رسیدلی دی».

    له دی مخکی پولیسو خبر ورکړی وو، چی لاریون په سولیزه توګه تر سره او خلک خپلو کورونو ته ستانه شوی دی، خو لاریون کونکی وایی؛ چی د پولیسو د کړنو له کبله ونه توانیدل د یو نیم ساعت په اوږدو کی خپلو ځایونو ته ستانه شی او د بارانونو لاندی په کوڅو کی پاتی شوی وو.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی