په ژوندی پڼه خپرونه
    انګلستان ښایی بیا د امریکا اټمی توغندی په خپله خاوره کی ځای پر ځای کړی

    انګلستان ښایی بیا د امریکا اټمی توغندی په خپله خاوره کی ځای پر ځای کړی

    © AP Photo/ Sang Tan
    سیاست
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 118 0 0

    انګلستان ښایی بیا د امریکا اټمی توغندی په خپله خاوره کی په داسی حال کی ځای پر ځای کړی، چی د امریکا او روسیی تر منځ اړیکی ترینګړی شوی دی. د دوشنبی په ورځ د Daily Mail ورځپاڼه کاږی، چی په دی هکله خبر د انګلستان د بهرنیو چارو وزیر فیلیپ هاموند ورکړی دی.

    د Daily Mail ورځپاڼه د انګلستان د بهرنیو چارو وزیر فیلیپ هامونډ له قوله خبر ورکوی، « که چرته دغه مساله وړاندیز شی نو مونږ به دغه مسله څیړلی وای او د امریکا سره یو ځای به مونږ په دی هکله پریکړه کړی وای، په دی ډول مونږ غواړو روسیی ته په ښکاره توګه د دی سیګنال ورکړو، چی د « سری اشاری » څخه تیریدو ته یی نه پریږدو».

    د انګلستان د بهرنیو چارو وزیر په وروستیو کی د روسیی د وسله وال پوځ د فعالیدو د کچی د لوړتیا او په کالینګراد کی د وزرلرونکو اټمی راکټونو د ځای پر ځای کیدو له کبله خپلی اندیښنی څرګندی کړی دی.

    نوموړی دا هم وویل؛ چی په انګلستان کی د امریکایی د اټمی توغندیو ځای پر ځای کول یوه جیوسیاسی پریکړه ده.

    د مای د میاشتی په ۱۶ مه نیټه د روسیی د راکټی ځواکونو او د پیاده توپچی قوماندان تورن جنرال میخاییل ماتویسکی وویل؛ چی په کالینیګراد کی پوځی ځواکونو به تر ۲۰۱۸ زیږدیز — لمریز کال پوری د « سکندر م » په توعندیو سمبال شی.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی