په ژوندی پڼه خپرونه
    د « بریکس » د ټولنی لومړی پارلمانی فورم په مسکو کی جوړیږی

    د « بریکس » د ټولنی لومړی پارلمانی فورم په مسکو کی جوړیږی

    © Sputnik/ Michael Klimentyev
    سیاست
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 94 0 0

    د « بریکس » د ټولنی د غړو هیوادونو لومړی پارلمانی فورم، چی د برازیل، روسیی، هند، چین او د جنوبی افریقا د هیوادونو څخه به سل تنه په کی برخه ولری، د جون د میاشتی په ۸ مه نیټه په مسکو کی جوړیږی.

    په پام کی نیول شوی، چی عمومی غونډه به د دواړو مجلسونو د ریسانو والینتینی ماتوینکو او سرګی ناریشکین تر مشری لاندی جوړه شی او دوه برخی به ولری.

    د پارلمان د ټولنیزو اړیکو او رسنیو سره د همکاریو د ځانکی د خبر له مخی ویل کیږی، چی په لومړی برخه کی به د نړی په سیاسی او اقتصادی چارو کی د « بریکس » د ټولنی د پارلمانونو د رول په هکله خبری وشی. په غونډه کی به د نړیوالو اړونده انستیتوتونو بشپړتیا، د امنیت په برخه کی د همکاریو په هکله، د شخړو د له منځه وړلو، د تروریزم پر ضد د مبارزی په هکله او په نړیوالو رسنیزو چارو کی د همکاریو پراختیا په هکله خبری تر سره شی.

    دغونډی دوهمه برخه د « بریکس » د ټولنی د پارلمانی چارو د رغولو او د تولنی د چارو ودی ته بیله شوی ده.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی