په ژوندی پڼه خپرونه
    د روسیی ولسمشر ولادیمیر پوتین د روم پاپ سره په اوګراین کی د حالاتو په هکله خبری کوی

    د روسیی ولسمشر ولادیمیر پوتین د روم پاپ سره په اوګراین کی د حالاتو په هکله خبری کوی

    © Sputnik/ Mikhail Klimentyev
    سیاست
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 9210

    د روسیی ولسمشر ولادیمیر پوتین د جون د میاشتی په ۱۰ مه نیټه د روم پاپ سره د کتنی په موخه واتیکان ته په سفر درومی، د خبرو اساسی مسالی په اوګراین کی او په نژدی ختیځ کی د عیسویانو حالات په ګوته شوی دی. په دی هکله خبر د روسیی د ولسمشر سلا کار یوری اوشاکوف ورکړی دی.

    د « تاس » خبری آژانس لخوا په دی هکله خپور شوی خبر کی د روسیی د ولسمشر د سلا کار یوری اوشاکوف له قوله ویل کیږی؛« په پام کی نیول شوی، چی د دوه اړخیزو اړیکو ټول کومپلکس او د نړیوالو مهمو اړیکو په هکله، په ځانګړی توګه په اوکراین کی د مذهبونو ترمنځ اړیکو ، د کاتولیکانو د فعالیتونو په هکله او روښانه ده ، چی په نژدی ختیځ کی د عیسویانو د ګټو د ساتنی د اړینتیا په هکله خبری تر سره شی».

    نښی
    ولادیمیر پوتین
    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی