په ژوندی پڼه خپرونه
    سرګی ناریشګین چین سره په مالی او اقتصادی چارو کی د اړیکو د پیاوړتیا غوښتنه وکړه

    سرګی ناریشګین چین سره په مالی او اقتصادی چارو کی د اړیکو د پیاوړتیا غوښتنه وکړه

    © Sputnik/ Vladimir Fedorenko
    سیاست
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 65 0 0

    د روسیی د دولتی دوما د( ولسی جرګی ) ریس سرګی ناریشکین څرګنده کړه، په کار ده چی د چین سره د راکړی ورکړی کچه د چین په ملی اسعارو لوړه شی. نوموړی په همدی ډول چینایی پانګوال د روسیی په لری ختیځ کی پانګونی ته راوبلل.

    د « ریا نووستی » خبری آژانس خبر ورکوی؛ چی د روسیی د دولتی دوما د (ولسی جرګی) ریس سرګی ناریشکین  د چین او روسیی د پارلمانو تر منځ د همکاریو د پیاوړتیا په هکله دغه څرګندونی د ګډی غونډی پر مهال کړی دی.

    آژانس په دی هکله د نوموړی له قوله کاږی؛ « په کار ده چی په ملی اسعارو د مخامخ راکړی ورکړی کچه په داسی چارو کی لکه سوداګریزو او قرضو په چارو کی لوړه شی ».

    سرګی ناریشکین زیاته کړه؛ « غواړم ووایم؛ چی مونږ په غوڅه توګه په روسیه کی د چین د پانګونو څخه چی په ترانسپورتی چاروکی، د ماشین جوړولو په بیلابیلو برخو کی، د ځنګلاتو په چارو کی، د ودانیو جوړولو لپاره د توکو د جوړولو او په ډیرو نورو برخو کی اړینی دی، ملاتړ کوو».

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی