په ژوندی پڼه خپرونه
    امریکایی چارواکو منلی چی په افغانستان کی د نشه یی توکو د تولید چاری لا پیاوړی شوی دی

    امریکایی چارواکو منلی چی په افغانستان کی د نشه یی توکو د تولید چاری لا پیاوړی شوی دی

    © Photo/ UN Photo/UNODC/Zalmai
    سیاست
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 86 0 0

    سږ کال به په افغانستان تر بل هر وخت څخه د کوکنارو کر ډیر او د هیرویینو تولید ډیر شی. په افغانستان کی د امریکا د حکومت د رغونو په چارو کی عمومی څارګر جان سوپکا په دی هکله څرګندونی د « تاس » خبری آژانس د خبریال پوښتنی ته په ځواب کی کړی دی.

    امریکایی څیړاند په دی اند دی، چی « تر هر څه د مخه د نشه یی توکو د ستونزی کچه ډیریږی ».

     نومړی وویل چی په نژدی راتلونکی کی به « هغه اسناد په کومو کی چی ویل شوی، چی سږ کال به د نشیی توکو د تولید د کچی لوړوالی تر ټولو نورو کلونو پر تله چی په نورو تیرو کلونو کی په ګوته شوی دی، لوړ وی»، خپور شی.

    په افغانستان کی د امریکا د حکومت د رغونو په چارو کی عمومی څارګر جان سوپکا په دی هکله زیاته کړه، « د پوځی هډو ته څیرمی نژدی سیمی هم په کوکنارو کرل شوی دی»، د کوکنارو د پټیو څخه ځانګړی سیمونه تاو شوی، په ځینو ځایونو کی دیوالونه هم د کوکنارو ډکو سیمو څخه تاو شوی او قلفونه هم ور اچول شوی دی».

    په همدی ډول نوموړی څرګنده کړه، چی « په افغانستان کی په نشه یی توکو د روږدو خلکو د شمیر کچه تر آسمان پوری لوړه شوی ده».

    خو « زه په رښتیا، دی پوښتنی ته، چی په کابل کی د ملی یوالی حکومت لخوا د دغی ستونزی پر وړاندی کوم عملی ګامونه پورته شوی او که نه، په دی برخه کی ځواب ځکه نه شم ویلای، چی ما د افغان ولسمشر اشرف غنی احمدزی او د ملی یوالی د حکومت مشر عبدالله عبدالله سره کاری کتنه څه موده مخکی تر سره شوی ده».

    سر بیره پر دی د نوموړی په آند؛ « په امریکا کی د دغی ستونزی په هکله داسی څه به سترګو کیږی، چی هیڅ څوک یی ماته نه شی، څرګندولی». « د کاناډایانو په اند، د دوی په هیواد کی۸۰ سلنه هیرویین د افغانستان څخه قاچاقیږی. او په امریکا کی د نشه یی توکو سره د مبارزی د اداری په حواله چی د امریکا د عدلی وزارت پوری تړاو لری، د هغو هیروینو کچه چی د افانستان څخه امریکا ته په قاچاقی توګه ورځی، د ټولو هیروینو د جملی څخه ۶ سلنه برخه جوړوی. زه په دی نه پوهیږم، زه د امریکا او د کاناډا په پولو کی وم لته هر څه رڼه وو».

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی