په ژوندی پڼه خپرونه
    د پتیربورګ بین المللی اقتصادی غونډه: خو ښاغلی پایت – مخالف دی!

    د پتیربورګ بین المللی اقتصادی غونډه: خو ښاغلی پایت مخالف دی!

    © Sputnik/ Alexey Filippov
    سیاست
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 56 0 0

    د پتیربورګ بین المللی اقتصادی غونډه د روسیی په شمالی پلازمینه کی د ۲۰۱۵ کال د جون له ۱۸ تر ۲۰ نیټی جوړیږی. د پتیربورګ بین المللی اقتصادی غونډی – ۲۰۱۵ شعار: د عمل وخت: په گدو هلوځلو – د ثبات او ودی په لور!، دی.

    د پتیربورګ بین المللی اقتصادی غونډه — د اقتصاد او بیزنس په نړی کی بی مثاله بین المللی پیښه ده. هغه د سیاسی او کاری کړیو استاځی، وتلی پوهان، د ټولنیزو سازمانونو او رسنیو استاځی له ټولی نړی سره راغونډوی. د پتیربورګ بین المللی اقتصادی غونډه د ۱۸ کاله شتون په ترځ کی په داسی ډګر بدله شوی چی په هغو کی د نوو اقتصادی دولتونو مشران پر مهمو اقتصادی مسالو چی د پرمختیایی بازارونو او د ټولی نړی په وړاندی پرتی دی، د ټاکلو او بحث په خاطر سره ګوری.

    د پتیربورګ لومړی بین المللی اقتصادی غونډه په ۱۹۹۷ کی کی جوړه شوه. یو کال وروسته یی کلنی دریځ تر لاسه کړ. له ۲۰۰۶ کال را په دیخوا د پتیربورګ بین المللی اقتصادی غونډه د روسیی د ولسمشر تر ملاتړ لاندی جوړیږی. غونډه د عمومی جلسو، ګردیو میزونو، نندارتونونو، د پانګی اچوونی د پروژو د وړاندی کولو، کار غونډو او خبرو اترو په بڼه صورت مومی. د پتیربورګ بین المللی اقتصادی غونډی د ۲۰۱۴ کال یو څه احصایو ته ستاسی پام راګرزوو: د برخه والو مجموعی شمیر ۷۶۰۰ کسه وو. په غونډه کی د ۷۳ هیوادونو رسمی پلاوو ګډون کړی وو. د غونډی په بهیر کی ۱۷۵ موافقی د ۴۰۰ میلیارده روبله په ارزښت لاسلیک شوی وی.

    خو په اقتصاد کی یو ځل بیا سیاست مداخله کوی او دا لکه چی معلومه ده، هیڅکله کومی ښی پایلی نه رامنځ ته کوی. یو ځل بیا له کومه ځایه چیغی اوریدل کیږی؟ څرګنده ده چی د امریکا له پلازمینی داسی چیغی اوریدل کیږی. په کییف کی د امریکی سفیر جیفری پایت په خپل Twitter کی د هغو امریکایی کمپنیو لپاره د خطر په هکله اعلان کړی چی غواړی د پتیربورګ په بین المللی اقتصادی غونډه کی ګډون وکړی. ګواکی قهرمنه روسیه « د نړیوالو حقوقو په بنسټیزو اصولو سترګی پټوی او له همدی کبله اوس په عادی توګه د بیزنس د پر مخ بیولو وخت نه دی». د پایت په نظر، امریکایی کمپنی باید له کرملن څخه د مینسک د موافقو د عملی کیدو او د کریمیه د اشغال د پای ته رسولو په غوښتنه کی سره یو موټی شی. خو که چیری کوم څوک د امریکایی کاری کړیو له جملی د دغه بلنی له اوریدو سرغړونه وکړی، نو له روسیی سره عادی کار و بار ته راګرزیدل له اقتصادی او اعتباری خطرونو سره مل دی.

    په عین حال کی د انګلستان په Financial Times ورځپاڼه کی داسی مطلب خپور شوی چی د پتیربورګ په بین المللی اقتصادی غونډه کی د امریکایی کمپنیو په برخه اخیستو پخوانی عملی بندیز اوس کمزوری شوی دی. تیر کال امریکایی چارواکو هڅه کوله د سترو امریکایی کمپنیو په ټاپ منجرانو فشار راوړی او په ټینګار سره یی دوی ته د دی سپارښتنه کوله چی د پتیربورګ په غونډه کی برخه وانخلی. روسیی ته د داسی سترو کمپنیو لکه Alcoa، Goldman Sachs، PepsiCo، Morgan Stanley، ConocoPhillips، VisaInc.، Citigroup مشران را نه غلل. خو یو شمیر کمپنی د ټیټی کچی استاځی دغی غونډی ته را استولی وو. تر څو چارواکی په غوصه نه کړی آو له روسیی سره اړیکی هم و نه شلوی.

    خو، ښایی، دا کار، له بشپړ بندیز ښه وی؟ څرګنده ده چی هیڅوک په زور د نیوا د سیند غاړو ته څوک په زور نه راولی. خو اوس چی اسیایی رقیبان یو ځل بیا له امریکایانو مخکی شوی، هغه څوک چی دی غونډی ته نه راځی، افسوس په وکړی.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی