په ژوندی پڼه خپرونه
    د امریکا د زندانونو او د نازیانو د لاګرونو ګډ ټکی په څه کی دی

    د امریکا د زندانونو او د نازیانو د لاګرونو ګډ ټکی په څه کی دی

    © Fotolia/ ViewApart
    سیاست
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 40 0 0

    په انسان باندی څیړنی او تر شک لاندی د مجرمینو زورونه دا ټولی د امریکا د استخباراتو د سازمان د مشر تر ښوونی لاندی کړنی دی.

    د  Guardian د اسنادو له مخی ویل کیږی، چی په دی هکله په ټولو مسالو کی پریکړی د امریکا د استخباراتو د سازمان مشر نیولی دی. د څیړنو پر مهال د تحقیقاتو سخت تخنیک، چی په کی د ډوبولو هڅی هم شاملی وی، دغه پریکړی هم جورج تینیت چی د ۱۹۹۷ څخه تر ۲۰۰۴ ز- ل کال پوری دغه دنده یی تر سره کوله، نیولی دی.

    د اعدام د سزا د بهیر څخه باید ډاکترانو څارنه کړی وای، چی د هغوی د نظر سره مخالف او د سزا وړ کار دی، خو نه، دا د هغوی هیڅ د مخالفت وړ خبره نه ده. خو په هر حال اوس د روانشناسانو یوی ټولنی په فعاله توګه په دی کار کوی، چی دغه کړنی خلکو ته د نیک نیت له لید لوری وښایی.

     دا په داسی حال کی چی خپلو پرنسیپونو ته هم وفاداره پاتی نه شول، د کشر بوش د حاکمیت په دوره کی د روانشناسانو دغی ټولنی د ولسمشر د اداری سره داسی یو پټ هوکړه لیک لاسلیک کړی وو، چی له مخی یی دغو زورونو ته باید ښه او مثبته بڼه ورګړل شی.

    د ۲۰۰۱  ز- ل کال د سپتامبر د میاشتی د ۱۱ می نیټی وروسته په ګوانتانامو کی د تروریستانو لپاره یو ځانګړی زندان جوړ شو، چی د زورونو لپاره ښه خلک په لاس ورغلل. هلته یی کولای شول بی له توره خلک بندیان کړی چی په هر اړخیزه توګه حقوق یی تر پښو لاندی کیدل، دا په داسی حال کی چی د ملګرو ملتونو د اعلامیی له مخی ویل کیدل، چی زورونه د تروریستانو قصد او کینه لاډیروی. نو ځکه خو اسلامیستان خپلو قربانیانو ته د زیړ رنګ جامی کومی چی د امریکا په زندانونو کی بندیانو ته اغوستل کیږی، اغوندی.

    په ۴۰ مو کلونو کی امریکایی ډاکټرانو په سلګونو ګواتیمالایانو داسی تجربی تر سره کړی، چی د نسل وژنی تجربو ته ورته وی. بندیان به یی د سوزاک او سفلیس په رنځ اخته کړل او بیا به یی د پینسیلین د اغیز څارنه کوله ، روښانه ده چی دغه تجربی د بندی د موافقی پرته تر سره کیدلی. د ویلو وړ ده چی دغه کړنی راسآ وروسته له هغی چی په ۱۹۴۶ ز- ل کال کی نازیان د بشریت پر ضد به کړنو تورن شول، پیل شوی. خو امریکایان په دی باور دی چی دوی هغه جګړه ګټلی او ګټونکی په حق دی.

    دغو خپلو ټولو ناوړه جرمونو سربیره امریکایان بیا هم ځانونه د دیموکراسی او د ټولنیز ارزښتونو مخکښان ګڼی، لکه څنګه، چی په داخاو کی په دی باوری وو، چی په حق دی.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی