په ژوندی پڼه خپرونه
    دروسيي دبرنيو چارو وزارت

    د روسیی د بهرنیو چارو وزارت په یمن کی د تروریستی بریدونو غندنه وکړه

    © Sputnik/ Viktor Tolochko
    سیاست
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 6110

    د پنجشنبی په ورځ د روسیی د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوی خپر پاڼه کی په یمن کی د هغو تروریستی بریدونو چی په دی هیواد کی د پخلاینی د بهیر د مخنیوی په موخه تر سره شوی دی، غندنه شوی ده.

    د بهرنیو چارو وزارت د خبر له مخی ویل کیږی؛ چی د جون د میاشتی په ۱۷ مه نیټه څلور موټرونه کوم چی مخکی له مخکی د چاودیدونکو توکو څخه ډک شوی وو، د یمن په پلازمینه د صنعا د ښار په بیلابیلو سیمو کی د دریو جوماتونو سره ، د قرارګاه او د پولیسو د آمریت سره نژدی سیمو کی چاودول شوی وو، چی په پایله کی یی تر ۳۰ پوری خلک ووژل شول او تر ۶۰ تنو ډیر نور ټپیان شوی دی. د دغه برید پړه د « اسلامی دولت » د ډلی غړو پر خپله غاړه اخستی ده.

    په دغی خبر پاڼه کی ویل کیږی؛ چی « په مسکو کی په غوڅه توګه د تروریستانو د دغو نوو ناوړه بریدونو غندنه او د وژل شوو خلکو کورنیو ته د خواخوږی د مراتبو څرګندونه کوی، او مونږ ټولو ټپيانو ته زر تر زره د ښی روغتیا هیله کوو».

    د بهرنیو چارو وزارت په خبر پاڼه کی ویل کیږی؛ چی « د دغی پيښی د وخت او ځای غوره کول ډیر د پوهاوی څخه لری خبره ځکه ده، چی دغه چاودنی د روژی په مبارکه میاشت کی د لمونځ په وخت کی جوماتونه سره نژدی په داسی حال کی تر سره شوی دی، چی په جینوا کی د یمن سیاسی کړیو تر منځ په دی هیواد کی د وینو د تویدو د مخنیوی او د شخړو د له منځه وړلو په موخه د ملګرو ملتونو په منخګړیتوب خبری پیل شوی دی».

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی