په ژوندی پڼه خپرونه
    ویکی لیکس: د امریکا د ملی استخباراتو اداری د فرانسی د دریو ولسمشرانو ( جاسوسی ) څارنه کوله

    ویکی لیکس: د امریکا د ملی استخباراتو اداری د فرانسی د دریو ولسمشرانو (جاسوسی) څارنه کوله

    © Flickr/ OperationPaperStorm
    سیاست
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    511510

    د امریکا د متحده ایلاتو د ملی استخباراتو اداری لخوا د ۲۰۰۶ کال څخه تر ۲۰۱۲ ز- ل کال پوری د فرانسی د دریو ولسمشرانو ژاک شراک، نیکولای سرکازی او فرانسووا اولاند څارنه تر سره کیده. په دی هکله اسناد د Wikileaks بریښنا سایټ خپاره کړی دی.

    د امریکا د ملی استخباراتو په پینځو محرمواسنادو کی، چی د کشف ارګانونو لپاره برابر شوی وو، کښل شوی، چی د امریکا د ملی استخباراتو اداری د فرانسی د دولت د مشرانو ټیلیفونی خبری اوریدلی.

    د امریکا د متحده ایلاتو د ملی استخباراتو اداری لخوا د څو کلونو په اوږدو کی د فرانسی د دریو ولسمشرانو ژاک شراک، نیکولای سرکازی او فرانسووا اولاند ټیلیفونی خبری اوریدل کیدی. په دی هکله خبر د فرانسی Libération ورځپاڼه د Wikileaks د بریښنا سایټ د اسنادو په حواله خپور کړی دی.

    استخباراتی ادارو د فرانسی د ولسمشرانو ټیلیفونی خبری لږ تر لږه د ۲۰۰۶ ز- ل کال څخه د ۲۰۱۲ ز- ل کال تر مای میاشتی پوری اوریدلی دی، دا په دی معنا چی د ژاک شراک د دوهمی دوری څخه تر هغی پوری چی فرانسوا اولاند واک ته رسیدلی وو. په همدی ډول د امریکا د متحده ایلاتو استخباراتی ادارو د دی هیواد د وزیرانو، د ځینو دولتی لوړ پوړو چارواکو، د خلکو د استازو او دیپلوماتانو خبری اوریدی.

    د Wikileaks  په بریښنا سایټ کی د « الیزی د ماڼی جاسوسی » تر نامه لاندی خپاره شوی اسناد په پینځو برخو ویشل شوی، چی په کی د فرانسی د سیاستوالو او لوړ پوړو دولتی چارواکو په ځانګړی توګه د ولسمشر د موبایل شمیری هم شاملی دی. ویل کیږی؛ چی د امریکا د استخباراتی اداری لخوا جاسوسی د نړیوال ستر اقتصادی کړکیچ، د اروپایی ټولنی د راتلونکی او په همدی ډول د یونان د مالی پور په هکله د معلوماتو تر لاسه کولو په موخه تر سره کیدی.

    د rancePressAgency خبری آژانس د فرانسی ولسمشر ته د نژدی سرچینی په حواله وایی؛ چی په ویکی لیکس کی په دی هکله خپرو شوو اسنادو له کبله د فرانسی ولسمشر فرانسووا اولاند د جون د میاشتی په ۲۴ مه نیټه د هیواد د ملی امنیت د شورا بیړنی غونډه رابللی ده.

    د پام وړ ده، چی WikiLeaks بریښنا سایټ او د سایټ بنسټ ایښودونکی جولیان اسانژ د نورو اسنادو خپرولو خبر هم ورکړی دی.

    اړیکه ټینګوونکی:

    فرانسه په خپلو امنیتو چارو کی د چا لاسوهنی نه شی زغملی
    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی