په ژوندی پڼه خپرونه
    اروپایی ټولنه د روسیی د رسنیو او د « سپوتنیک » د فعالیتونو پر وړاندی پلان جوړوی

    اروپایی ټولنه د روسیی د رسنیو او د « سپوتنیک » د فعالیتونو پر وړاندی پلان جوړوی

    © Sputnik/ Ilya Pitalev
    سیاست
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 86 0 0

    اروپایی ټولنی پلان د روسیی د رسنیو د فعالیت د مخنیوی او د پخوانی شوروی اتحاد په جمهوریتونو کی « د اروپایی ټولنی د سیاست خپرولو » په موخه حوړ کړی دی.

    د RT د تلویزیونی کانال او د Sputnik د فعالیت د مخنیوی په موخه اروپایی ټولنه په پام کی لری، « د ملیتونو د څارنی په ارګانونو کی د همکاریو کچه لوړه کړی چی په دی جمله کی په اروپایی اتحادیه کی د غونډو جوړول هم شامل دی ». په همدی ډول اروپایی ټولنه ننیو حالاتو ته په کتو سره د نوو حقوقی نورمونو وړاندیزونه هم لری. په دی هکله خبر EUobserver چی دغه سند په لاس ورغلی ، خپور کړی دی.

    د اروپایی ټولنی څیړنیزه ډله هم په پام کی لری، چی د اساسی مسالو په هکله د معلوماتو د خپرولو سیستم ته په همدی ډول په روسی ژبه د اروپآیی ټولنه رسنیزو ادارو لپاره پراختیا ورکړی.

    د RT د تلویزیونی کانال عمومی مشری مارګاریتا سیمینیان په دی هکله وویل؛ « سره له دی چی په اروپا کی په سلکونه تلویزیونی کانالونه اورسنی خپرونی لری او روانو پيښو ته یواځی له یو نطره ګوری، اروپایی ټولنه ډیره هڅه کوی د RT د تلویزیونی کانال د خپرونو مخه په داسی حال کی ونیسی، چی په لویدیځ کی ډیری رسنی لکه BBC، DW او Euronews لاد ډیر پخوا څخه په روسیی ژبه خپرونی لری. که له دی سره بیا هم اروپایی ټولنه وایی چی په رسنیزه او معلوماتی برخه کی جګړه یی روسیی ته بایللی ده، نو په دی هکله، چی خلک د یو اړخیزه خبرونو څخه ستړی شوی دی، اقرار وکړی».

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی