په ژوندی پڼه خپرونه
    شایګو د جاپان سره دپوځي همکاریو دبیا رغېدو دچمتوالي خبر ورکړ

    شایګو د جاپان سره دپوځي همکاریو دبیا رغېدو دچمتوالي خبر ورکړ

    © Sputnik/ Aleksey Nikolskyi
    سیاست
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 132 0 0

    دروسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی شایګو د جاپان او روسیې تر منځ د سلا مشورو په ترڅ کې د جاپان سره د پوځي همکاریو دبیا رغېدو دچمتوالي خبر ورکړی دی.

    د روسیې ددفاع دچارو وزیر سرګی شایګو په دې هکله وویل:«باور لرم، چې ننۍ کتنه به ددواړو هیوادونو د وسله والو ځواکونو تر منځ ددوستانه اړیکو ټینګښت او دپوځي همکاریو پراختیا لپاره شرایط برابر کړي. غواړم جاپاني سیالانو ته په ډاډه توګه دپوځي رغنده همکاریو رغېدو چمتوالی څرګند کړم».

    له دې مخکې دروسیې ددفاع د چارو وزیر سرګی شایګو ویلي وو؛ چې د جاپان سره د«دوه جمع دوه» په بڼه دخبرو دبیا پېلېدو هڅې به ددواړو هیوادونو تر منځ دپوځي همکاریو کچه نوي پړاو ته واړوي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی