په ژوندی پڼه خپرونه
    ټرمپ دملي امنیت شورا ته دنده سپارلې چې دایران سره داټومي تړون ارزونه وکړي

    ټرمپ دملي امنیت شورا ته دنده سپارلې چې دایران سره داټومي تړون ارزونه وکړي

    © REUTERS/ Carlos Barria
    سیاست
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 10011

    دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دسپېنې ماڼۍ دملي امنیت شورا ته دنده سپارلې چې دایران سره داټومي تړون ارزونه وکړي. په دې هکله څرګندونې دامریکا دبهرنیو چارو وزارت لخوا په خبرپاڼه کې خپرې شوې دي.

    ریک تیلیرسن دامریکا دکانګرس دمشرانو جرګې مشر پول راین ته داسې لیکلي دي:«ولسمشر ډونالډ ټرمپ دملي امنیت شورا ته دنده سپارلې، چې دادارو تر منځ په پراخه کچه دایران داټومي پروګرام  په تړاو دبندیزونو تعلیق ته، چې دامریکا ګټو، ملي امنیت ته حیاتي ارزښت لري، کتنه وکړي».

    تیلرسن څرګنده کړې؛ چې کله«نړیواله کتنه پای ته ورسېږي، دامریکا اداره د دګانګرس سره یوځای په دې هکله دهمکارۍ هیله لري». دبهرنیو چارو وزیر دا هم وویل؛ چې تهران دتړون ټول شرایط عملي کوي خو اسلامي جمهوریت «دپخوا په څیر لا تراوسه هم دتروریستانو اصلي ملاتړی دی».

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی