په ژوندی پڼه خپرونه
    لاوروف: په سوریه کې، په ادلیب کې دکیمیاوي وسلې کارولو ته ورته دسیسه په سترګو کېږي

    لاوروف: په سوریه کې، په ادلیب کې دکیمیاوي وسلې کارولو ته ورته دسیسه په سترګو کېږي

    © Sputnik/ Maksim Blinov
    سیاست
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 6701

    په وروستیو وختونو کې په سوریه کې داسې دسیسې په سترګو کېږي؛ لکه په ادلیب کې چې دکیمیاوي وسلو سره تړلې وې او له دې بیا وروسته دواک نه دبشر اسد دلرې کېدو خبرې واورېدل شوې.

    دروسیې دبهرنیو چارو وزیر دابخاز په پلازمینه کې دخبري ناستې پرمهال وویل:«په وروستیو وختونو کې مونږ دداسې دسیسو دجوړولو احساس کوو، چې داپریل په میاشت کې په ادلیب کې دکیمییاوي وسلو دکارولو سره تړلې وي، له دې بیا وروسته دامریکا له لوري په سوریې هوايي ګوزارونه وشول او ورسره درژیم د له منخه تللو خبرې پیل شوې».

    دسوریې اپوزیسیون داپریل دمیاشتې په ۴ نېټه ویلي وو؛ چې دادلیب ولایت اړونده خان شیحون په سیمه کې دکیمیاوي وسلې دکارولو وروسته ۸۰ تنه وژل شوي او۲۰۰ تنه ټپیان شوي دي. هغوی ددغه برید پړه دسوریې پر دولت واچوله. دسوریې دولت هم بیا په خپل وار دغه ډول تورونه په کلکه رد او په دې کې یې جګړه ماران او دهغوی ملاتړې تورن کړل.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی