په ژوندی پڼه خپرونه
    فیون کریمیا «د روسیې تاریخي سیمې» په نوم یاده کړه

    فیون کریمیا «د روسیې تاریخي سیمې» په نوم یاده کړه

    © Sputnik/ Irina Kalashnikova
    سیاست
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 6310

    د جمهوري پلویانو د ګوند نه دفرانسې ولسمشرۍ ته نوماند د فرانسې پخواني لومړی وزیر فرانسوا قیون په دې اند دی؛ چې روسیه به هیڅ کله کریمیا چې د روسیې تاریخي سیمه ده، پرینږدي.

    نوموړي د  Figaroورځپاڼې سره دمرکې پرمهال وویل:«په دې باندې ټینګار کول، چې روسیه باید د کریمیا نه ووځي بې ګټې دی. دا به هیڅ کله ونه شي».

    د هغه په وينا، دکریمیا په مساله کې باید دوه بنسټیز او متضاد اصلونه، د سرحدونو د درناوي او د خلکو دخپلواکۍ حق په پام کې ونیول شي.

    د پخواني لومړي وزیر په اند:«هیڅ څوک له دې سترګي نه شي پټولی، چې کریمیا له تاریخي، کلتوري او د ژبې له لید لوري د روسیې ده».

    د فییون په خبره؛ د کریمیا په تړاو حالات کېدای شي، د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې د یوه ځانګړي نړیوال کنفرانس په مرسته حل شي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی