په ژوندی پڼه خپرونه
    دافغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي طالبانو ته د مسکو لخوا د وسلو د ورکړې په تړاو خبرونه دروغ بللي دي

    دافغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي طالبانو ته د مسکو لخوا د وسلو د ورکړې په تړاو خبرونه دروغ بللي دي

    © Sputnik/ Alexander Natruskin
    سیاست
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 189 0 0

    دافغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي؛ چې طالبانو ته د روسیې لخوا د وسلو د ورکړې په تړاو خبرونه ریښتیني نه دي.

    په دې تړاو د خبریالانو پوښتنې ته په ځواب کې کرزي وویل:«نه، نه، دا بلکل داسې نه ده».

    له دې مخکې د امریکايي جنرالانو لخوا داسې تورونه چې ګواکې روسیه طالبانو سره مالي او پوځي مرستې کوي، اورېدل شوي وو. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت دغه تورونه «پوچ او بې بنسټه» یاد کړي وو. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د دوهم دیپارتمنټ مشر ضمیر کابلوف د طالبانو د ملاتړ تورونه دروغجن بللي او ویلي وو، چې په دې ډول سره واشنګټن په افغانستان کې په خپل سیاست کې پاتې راتلو لپاره پلمې جوړوي.

    دروسیې ددفع دچارو وزارت استازي جنرال کناسینکوف وویل؛ چې طالبانو ته د روسیې له لوري دوسلو د ورکړې په اړه څرګندونې ریښتینې نه دي. تروریستانو سره هیڅ ډول اړیکې نه لرو په تیره بیا دوسلو ورکړه خو بیخي د خبرو وړ نه ده. نوموړي د روسیې له لوري په افغانستان کې طالبانو ته د پوځي مرستو ورکړې په اړه خبرونه رد کړل.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی