په ژوندی پڼه خپرونه
    مخکني طالب چارواکي:افغانستان کې ميشت بهرني ځواکونه اشغالګر دي

    مخکني طالب چارواکي:افغانستان کې ميشت بهرني ځواکونه اشغالګر دي

    © AP Photo/ Ahmad Jamshid
    سیاست
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 6510

    د افغانستان د خلاصون لارې شورا وایې په افغانستان کې ميشت بهرني ځواکونه اشغالګر دي او د افغانانو په منځ کې اوسنۍ بې باوري، بې اعتمادي او دلته رواني جګړې د بهرنيانو يوازنى موخه ده.

    د افغانستان د خلاصول لارې د شورا مشر او مخکني طالب چارواکي اکبر اغا وایې په افغانستان کې د خلکو ترمنځ اوس هيڅ باور نشته، ځکه خو جګړه پراخه او آن تر هر کلي او هر کوره رسيدلې ده.
    پدې ناسته کې یو شمیر دیني عالمانو هم ګډون کړی وو او دوي د روانې جګړې پر ژر پایته رسیدو ټينګار کوي.
    دوي له ټولو افغانانو او نړیوالو غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې د سولې راوستو لپاره سره لاسونه ورکړي:
    د افغانستان د خلاصون شورا وایې د هیواد په مختلفو برخو کې به ورته غونډې رابولې ترڅو خلکو په یوه غږ له بهرنیو ځواکونو وغواړي چې نور له افغانستان څخه ووځي.

    اړیکه ټینګوونکی:

    ملي دفاع وزارت: داعش او طالب ډلو ته مرګ ژوبله اووښتې
    پېغله “کيوي” د خپل طالب خواستګار لخوا ووژل شوه
    ملي دفاع وزارت: داعشیان او طالب وسله وال ووژل شول
    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی