په ژوندی پڼه خپرونه
    پوتین او مرکل به په سوچي کې کتنه وکړي

    پوتین او مرکل به په سوچي کې کتنه وکړي

    © Sputnik/ Sergey Guneev
    سیاست
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 8310

    د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به د جرمني صدر اعظمې انګیلا مرکل سره ددې لپاره چې په اوکراین کې د حالاتو، د مینسک د موافقو دعملېکېدو، د تروریزم پر ضد مبارزې او د سوریې د ستونزې په هکله خبرې وکړي، په سوچي کې کتنه وکړي.

    روسیې ته د مرکل سفر د سترې شلګونې د غونډې په درشل کې چې د جولای په میاشت کې په هامبورګ کې په پام کې نېول شوې، تر سره کېږي. ددواړو هیوادونو مشران به د سترې شلګونې د راتلونکې غونډې په هکله خپل اندونه شریک کړي.

     د پوښتل شوو کارپوهانو په اند؛ دخبرو اترو اساسي مساله به په اوکراین او سوریه کې حالات او اقتصادي چارې وي خو دوی باور نه لری، چې دغونډې په پایله کې به د روسیې او جرمني تر منځ اړیکو کې نرمښت را منځ ته شي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی