په ژوندی پڼه خپرونه
    ټرمپ په پام کې نه لري، چې «شمالي کوریا» ته سره خطونه وباسي

    ټرمپ په پام کې نه لري، چې «شمالي کوریا» ته سره خطونه وباسي

    © AFP 2017/ Saul Loeb
    سیاست
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 7110

    د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د Fox News آژانس سره د مرکې پر مهال ویلي؛ په پام کې نه لري، چې«شمالي کوریا» ته سره خطونه وباسي.

    ټرمپ وویل:«زما نه خوښېږي، چې سرې کرښې وباسم. خو چې کله په کار وي زه عمل کوم».

    د نوموړي په وینا؛ تر هغو چې شمالي کوریا اټومي آزموینې تر سره کوي، د هیڅ چا امنیت خوندي نه دی.

    په خپلو خبرو کې ټرمپ زیاته کړه:«د کوریا په ټاپو وزمه کې زمونږ ۲۸ زره پوځیان شته. که هغه (کیم چین این) د لري واټن ویشتونکی توغندی تر لاسه کړي نو زمونږ امنیت به خوندي نه وي».

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی