په ژوندی پڼه خپرونه
    پوتین: نړيواله ټولنه بايد د ادیسې غمیزې له یاده ونه باسي

    پوتین: نړيواله ټولنه بايد د ادیسې غمیزې له یاده ونه باسي

    © Sputnik/ Григорий Сысоев
    سیاست
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 9111

    په ادیسه کې د پېښې په پایله کې د قربانیانو چې درې کاله مخکې رامنځ ته شوې وه، ملامت کسان په خپله سزا رسېدلې نه دي. نړیواله ټولنه باید دا هیره نه کړي. په دې هکله څرګندونې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سې شنبې په ورځ د روسیې او جرمني تر منځ د خبرو اترو په پایله کې کړې دي.

    د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل:«لکه څنګه چې خبر یاست، او زه نه شم کولای په ادیسه کې غمیزه را یاده نه کړم، کټ مټ درې کاله مخکې د اوکراین ملت پالو بې ګناه خلک د ګارګرانو ټولنې ودانۍ ته ورننویستل او هلته یې ژوندي وسوځول. عاملین یې لا تر اوسه هم په خپله سزا رسېدلي نه دي. نړیواله ټولنه حق نه لري چې دا هیر کړي او په راتلونکې کې دداسې وحشیانه عمل د تکرارېدو مخه ونه نیسي». 

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی