په ژوندی پڼه خپرونه
    تیلرسن: د پوتین او ټرمپ خبرې رغنده وي

    تیلرسن: د پوتین او ټرمپ خبرې رغنده وي

    © AP Photo/ Manuel Balce Ceneta
    سیاست
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 8210

    د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریک تیلرسن د ولادیمیر پوتین او د ډونالډ ټرمپ د ټیلیفوني خبرو اترو په هکله وویل:«خبرې رغنده وي. ولسمشرانو په تفصیل سره خپل اندونه شریک کړل. وبه ګورو چې څه کېږي».

    د سپینې ماڼۍ استازي وویل:«دا ډیرې ښې خبرې وي».

    په خبرو کې ډیره پاملرنه په منخني ختیځ کې په ځانګړې توګه تروریزم پر ضد مبارزې ته راګرځول شوې وه. خواوو هوکړه وکړه، چې د روسیې او د امریکا دبهرنیو چارو وزیران به د خبرو اترو او اوربند د ټینګښت لپاره چمتوالی نیسي او زر تر زره به ولسمشرانو ته معلومات ورکوي.

    ولسمشرانو هوکړه وکړه، چې د سوریې خلک دډیرې مودې راهیسې کړیږي او دې ته باید د پای ټکی کېښودل شي. د سپینې ماڼۍ د استازي په وینا؛ د بشري مرستو لپاره باید یو خوندي زون جوړ شي. ددې سر بیره ټرمپ وویل، چې د خبرو اترو لپاره به د مای د میاشتې په ۳- ۴ نېټه په استانه کې غونډې ته پلاوی واستوي.

    په همدې ډول ویل کېږي، چې د کوریا په ټاپو وزمه کې د حالاتو په هکله هم خبرې اترې وشوې. ولادیمیر پوتین په سیمه کې د تاوتریخوالي د کمولو غوښتنه وکړه. په پایله کې ولسمشرانو هوکړه وکړه، چې د کړکیچ نه د وتلو په موخه د حل سیاسي لارې ولټولې شي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی