په ژوندی پڼه خپرونه
    رباني له ظریف سره وکتل

    رباني له ظریف سره وکتل

    © Photo/ وزارت خارجه افغانستان
    سیاست
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 14 0 0

    د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، نن له غرمې مخکې، د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر جلالتمآب ډاکټر محمد جواد ظریف سره، د بهرنیو چارو وزارت د ستوري په قصر کې لېدنه وکړه.

    سرکې، د افغانستان د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د ایران اسلامي جمهوریت بهرنیو چارو وزیر ته ښه راغلاست وویل، کابل ته ېې د نوموړي سفر ګواښونو په وړاندې په مبارزه کې د دواړو هیوادونو د لا ډېرو همکاریو پراخولو په اړه د افغانستان دولت مقاماتو سره بحث او خبرو اترو لپاره ښه فرصت او له شریکو فرصتونو څخه ګټه اخېستل وبلل. ده زیاته کړه چې تروریزم او خشونتپال افراطی توب افغانستان، ایران او د سیمې او نړی نورو هېوادنو لپاره ګډ ګواښ دی او تروریزم په وړاندې اوسنی نړیواله مبارزه به هغه وخت بریالی وي چې له نورو هیوادونو زیات، اسلامې نړۍ تروریزم څخه یو جامع تعریف ته ورسیږي او ټول اسلامی هیوادونه په ګډه خشونت غوښتونکو افراطیت پالو ډلو په وړاندې، د هغوی په ښه او بدو له بیلولو پرته ، په همغږه توګه مبارزه وکړي.
    د افغانستان د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر، د دواړو هیوادونو ترمنځ په سیاسي، امنیتي، سوداګریز- اقتصادي، فرهنګي او کونسولي برخو کې د همکاریو د لا پراخولو لپاره مساعدو فرصتونو ته په اشارې سره څرګنده کړه چې افغانستان او ایران پدغو برخو کې ښې همکاریګانې لري او اړتیا ده چې دغو همکاریو ته زیاته پراختیا ورکړو. ده په څو وروستیو لسیزو کې د افغانستان له ملیونو مهاجرو ښارونډانو څخه د ایران د اسلامي دولت او ملت له سخاوته ډک کوربتوب څخه مننه وکړه زیاته ېې کړه چې د افغانستان دولت تمه لري څو دغو ټولو مهاجرینو لپاره د تدریجي او داوطلبانه بېرته راستنیدو د زمینې تر چمتو کېدلو پورې د هغوی په وړاندې د ایران د دولت او خلکو بشردوستانه چلن همدغه شان دوام ومومي.
    وروسته، د ایران د اسلامي جمهوریت بهرنیو چارو وزیر وویل چې، دواړو هیوادونو ګاونډېتوب، همژبي، او همدغه راز تاریخي او فرهنګي پیوندونو ته په پاملرنې سره په تېر او دامهال کې افغانستان او ایران په بیلابیلو برخو کې ژورې او دوستانه اړیکې او ګټوري همکاریګانې درلودې او د طالبانو، داعش او نورو د ترهګرو ډلو په اړه شاید د افغانستان او ایران د دریځونو د نږدېوالي په اندازه د هیڅ دوو هیوادونو دریځ دومره نږدې نه وي. ده زیاته کړه چې تروریزم ښه او بد نلري، ټولې ترهګرې ډلې ګواښوونکې او خطرناکې دي او دغو ډلو په وړاندې د هیوادونو ګډې او کوتلې ملګرتیا ته اړتیا ده.
    همدغه راز د ایران اسلامی جمهوریت بهرنیو چارو وزیر وویل چې د افغانستان اقتصاد او پراختیا او نړیوالو مارکیټونو ته لاسرسي ایران ته هم اهمیت لري او د دواړو هیوادونو ترمنځ سوداګریزو — اقتصادي او ترانزیټي همکاریو لا زیاتې پراختیا ته زمینې مساعدې دي.
    په دوام کې، دواړو لوریو نورو برخو کې د دواړو هیوادونو اړیکې او همکاری تربحٍ او څېړنې لاندې ونېولې.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی