په ژوندی پڼه خپرونه
    د امریکا د سنا کمیټې د مایکل فلین نه په ټاکنو کې د روسې د مداخلې په هکله د اسنادو غوښتنه وکړه

    د امریکا د سنا کمیټې د مایکل فلین نه په ټاکنو کې د روسې د "مداخلې" په هکله د اسنادو غوښتنه وکړه

    © AP Photo/ Manuel Balce Ceneta
    سیاست
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 131 0 0

    د امریکا د مشرانو جرګې د استخباراتو کمیټې د ملي امنیت په چارو کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پخواني همکار مایکل فلین نه په ۲۰۱۶ ز- ل کال کې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د روسیې د «مداخلې» په تړاو د اسنادو غوښتنه کړې ده.

    په دې هکله څرګندونې د کمیټې د مشر ریچارډ بورا او د سناتور مارک وارنر په ګډه خبرپاڼه کې راغلې دي.

    د The Hill ورځپاڼه په دې هکله د خپرې شوې اعلامیې د متن له مخې کاږي: "کمیټې په اصل کې د جنرال فلین نه د دغو اسنادو غوښتنه د ۲۰۱۷ ز- ل کال د اپریل د میاشتې په ۲۸ نېټه کړې وه، خو هغه د مدافع وکيل له لارې د کمیټې غوښتنه رد کړې وه".

    اوسنۍ غوښتنه رسمي بڼه لري، که له پامه وغورځول شي، نو کېدای شي چې "کانګرس ته د نه درناوي" په توګه په ګوته شي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی