په ژوندی پڼه خپرونه
    افغان ولسمشر د ریاض په کنفرانس کي ګډون کوي

    افغان ولسمشر د ریاض په کنفرانس کي ګډون کوي

    © Photo/ ارگ
    سیاست
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 5701

    ولسمشر غني به په دې کنفرانس کي ترهګرو، ډلو د ترهګرو ملاتړ او د اسلامي هېوادونو مشرانو ته د ترهګرۍ او وسله والو په اړه ښکاره پيغام ورسوي.

    د معلوماتو له مخې د ریاض د کنفرانس اصلي موخه له ترهګرو ډلو سر د مبارزې پر لارو چارو خبرې کول دي.

    نوموړی به له ټولو هېوادونو وغواړي چي له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کي د افغانستان تر څنګ ودرېږي او د ترهګرو پر ملاتړو دې فشار راوړي څو خپله دغه چاره پرېږدي.

    په ورته وخت کي د افغانستان د ماليې وزیر اکلیل حکیمې لا له وړاندې سعودي عربستان ته تللی او هلته یې له عرب چارواکو سره پر بېلو مسایلو خبرې کړې دي.

    نوموړي همدا راز د سولې په برخه کي له سعودي عربستان مرسته غوښتي ده او له سولې شورا سره یې ددغه هېواد له مرستو مننه کړې او د لا ډېرېدو غوښتنه یې کړې ده.

    د سعودي عربستان حکومت د پنځوسو اسلامي هیوادونو مشران د ریاض کنفرانس ته وربللي دي چي د افغانستان او پاکستان مشران هم په کي شامل دي.

     

    اړیکه ټینګوونکی:

    افغان ولسمشر: مدني ټولنې دې د بحران په مهارولو کې نقش ولوبوي
    افغان ولسمشر د ویډیو له لارې د (سپوږمکۍ) د توغولو په مراسمو کې کډون وکړ
    پخوانی ولسمشر: د یوه افغان په توګه د امریکا پر وړاندې ودرېږم
    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی