په ژوندی پڼه خپرونه
    په مسکو کې په دې اند دي، چې په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو زیاتوالي سره په دې هیواد کې حالات ښه کېدای نه شي

    په مسکو کې په دې اند دي، چې په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو زیاتوالي سره په دې هیواد کې حالات ښه کېدای نه شي

    © Sputnik/ Zuhal Sarhad
    سیاست
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 168 0 0

    د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د اسیا ددوهم ډیپارټمنت ریس ضمیر کابلوف په دې اند دی، چې په افغانستان کې د ملي پخلاینې لپاره د سیاسي لارو چارو پلټنې ته اړتیا ده، نه د ناټو نوو ځواکونو ته. په دې هکله خبر د «ایزویستیا» رسنۍ ورکړی دی.

    یاده رسنۍ د ضمیر کابلوف له قوله کاږي:« په افغانستان کې (د امریکا او ناټو د پوځیانو زیاتېدو سره) پوځي او سیاسي حالات ښه کېدای نه شي. آن که د ۵۰ زرو پوځیانو وړاندیز هم وشي، بیا به هم په حالاتو کې بدلون را منځ ته نه شي. په لویدیځ کې اندیښمن دي، چې افغان پوځیان به د د طالبانو د بریدونو پر ضد د ودریدو توان ونه لري، نورې سیمې به هم له لاسه ورکړي او کېدای شي چې، د پوځیانو د شمیر زیاتېدو سره په بشپړه توګه د ماتې مخنیوي وشي».

    د چارو کارپوه باور څرګند کړ، چې په افغانستان کې حالات یوازې د ملي پخلاینې د بهیر د پېلېدو سره رغېدای شي.

    ضمیر کابلوف په ټینګار سره زیاته کړه:«د خدای شکر دی، چې طالبان ټول هغه ځواکونه چې ددوی پر ضد جنګیږي، ماتولی نه شي. کابل هم د بهرنیو ځواکونو سره په ګډه بری تر لاسه کولای نه شي. ددې حل لاره یوه ده، ملي پخلاینه او د طالبانو او کابل تر منځ د سیاسي خبرو پیلول دي».

    د رسنۍ د خبر له مخې ویل کېږي، چې د ناټو ټلواله، د بېلګې په توګه امریکا په پام کې لري، چې په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمیر زیات کړي. په افغانستان کې د پوځیانو د شمیر د زیاتېدو په هکله پریکړه، په بروکسیل کې د یادې ټلوالې په غونډه کې نیول شوې وه.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی