په ژوندی پڼه خپرونه
    پوتین به په پاریس کې د فرانسې نوي ولسمشر ماکرون سره کتنه وکړي

    پوتین به په پاریس کې د فرانسې نوي ولسمشر ماکرون سره کتنه وکړي

    © Sputnik/ Michael Klimentyev
    سیاست
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 82 0 0

    د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د فرانسې ولسمشر ایمانوییل ماکرون به د کتنې پر مهال د دوه اړخیزو اړیکو، په اوکراین او سوریه کې د کړکیچ د هوارولو او په همدې ډول د نورو نړیوالو ستونزو په هکله خبرې وکړي.

    د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د سلاکار، د یوري اوشاکوف په وینا؛ پوتین پاریس ته د فرانسې د ولسمشر په بلنه په سفر درومي. اوشاکوف په دې هکله وویل؛ د مای د میاشتې په ۱۸ نېټه ماکرون پوتین ته د ټیلیفون په کرښه د خبرو پر مهال وړاندیز وکړ، چې په پاریس کې فرانسې ته دروسیې د امپراطور پیتر کبیر د لومړني سفر د۳۰۰ کلیزي د لمانځلو په مراسمو چې د ارمیتاژ د دولتي نندارتون په نوښت تر سره کېږي، دواړه مشران به هم په کې ګډون وکري. د نوموړي په اند، په ګډه د نندارتون د کتنې پر مهال به ددواړه مشران یو بل سره بلد شي. او د غیر رسمي او دوه په دوه د کتنې په ترڅ کې به «ددواړو هیوادونو د روسیې او فرانسې په دریځونو ښه پوه او کاري اړیکې به ټینګې شي»، وروسته به په پراخه غونډه کې په یوې خبري ناسته کې برخه واخلي.

    اوشاکوف زیاته کړه، چې د سفر په پایله کې هیڅ ډول سندونه به لاسلیک نه شي. د اوشاکوف په وینا؛ «دا ددوی لومړنۍ کتنه ده او ولسمشران غواړي، چې د یو بل سره د نژدې نه بلد شي. په راتلونکې کې د کتنو په پایله کې به حتمآ هوکړې، تړونونه او سندونه لاسلیک شي. دا یوه غیر رسمي او پراخه کتنه ده».

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی