په ژوندی پڼه خپرونه
    فوزیه کوفی

    کوفي:افغان حکومت کي محدوده کسان واک لري

    © Sputnik/ Zuhal Sarhad
    سیاست
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 140 0 0

    په حکومت کي څو کسانو، آن له وزیرانو هم دا واک اخیستی دی، چي یو عادي مامور پر دنده نه سي ګومارلی.

    د ولسي جرګې غړي وايي په حکومت کي څو کسانو، ټول حکومت او واک له ځان سره ساتلی دی او د ولس غوښتنو ته هېڅ ارزښت نه ورکول کيږي.

    د ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي د نننۍ غونډې په امتیازي ساعت کي د وینا پر مهال وویل، چي حکومت آن دومره خپلسری سوی دی، چي د ولسي جرګې له لوري تعدیل سوي او تصویب سوي قوانین هم نه عملي کوي.

    نوموړې د قدرت انحصار د ولس د شاتګ او روان بحران لامل بولي.

    د وکیلانو په وینا، ولسمشر او د هغه شاوخوا کسان، په ټولو ګومارنو کي مداخله کوي او یوازې د ځینو ظاهري قضاوتونو له مخې کسانو پر دندو ګوماري.

    د وکیلانو په خبره حکومت موازي ادارې رامنځ ته کړې دي او هغه کسان چي ولسمشر ته نږدې وي، څو څو دندې لري او له هرې دندې امتیازات اخلي.

    د وکیلانو په وینا د ملي یووالي حکومت مشران ځکه د ولس غوښتنو ته درناوی نه کوي چي د ولس په رایه نه دي راغلي.

    د ولسي جرګې د غړې فوزیه کوفي په خبره، حکومت سیاست، اقتصاد او امنیت شړولي دي او څوکۍ یې د کورنیو او شخصي اړیکو پر بنسټ وېشلې دي.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی