په ژوندی پڼه خپرونه
    انګلستان له اروپايي ټولنې نه د بروکسل سره د تړون پرته وتلای شي

    انګلستان له اروپايي ټولنې نه د بروکسل سره د تړون پرته وتلای شي

    © Photo/ Pixabay
    سیاست
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 151 0 0

    انګلستان کولای شي، له اروپايي ټولنې نه د بروکسل سره د Brexit د تړون پرته ووځي. په دې هکله څرګندونې د انګلستان لومړۍ وزیرې تیریزا مۍ د ملي ټلویزیون په ژوندې بڼه خپرونه کې کړې دي.

    د انګلستان لومړې وزیرې د ټاکنیزو خبرو اترو په یوې خپرونه کې چې د هغې سیال د لیبرالیستانو مشر جیفري کاربین هم په کې برخه درلوده، ګډون کړی وو. تیریزې مۍ په دې هکله وویل؛ که د بروکسل له لوري وړاندیزونو سره موافقې ته ونه رسېږو نو هیواد به یې په دې تړاو له خبرو اترو ډډه وکړي، یادې سیاستوالې باور څرګند کړ؛ چې «د تړون نه شتون د خراب تړون نه غوره دی».

    د انګلستان لومړۍ وزیرې دا هم څرګنده کړه؛ چې د جون د میاشتې په ۱۹ نېټه به بې له ځنډه له اروپايي ټولنې نه د انګلستان د وتلو بهیر پیل شي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی