په ژوندی پڼه خپرونه
    د ولسمشر په توګه د ټاکل کېدو وروسته ټرمپ سمدلاسه هڅه وکړه، چې پر روسیې لګېدلي بندیزونه لرې کړي

    د ولسمشر په توګه د ټاکل کېدو وروسته ټرمپ سمدلاسه هڅه وکړه، چې پر روسیې لګېدلي بندیزونه لرې کړي

    © REUTERS/ Carlos Barria
    سیاست
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 77 0 0

    د ولسمشر په توګه د ټاکل کېدو وروسته ډونالډ ټرمپ سمدلاسه هڅه وکړه، پر روسیې د لګېدلو بندیزونو په کچه کې کموالی راولي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخوانی چارواکی ډان فریډ وايي؛ چې د نوې ادارې د کار په لومړیو اونیو کې هغه له هغو چارواکو لخوا چې دنده ورکړل شوې وه، د بندیزونو د لرې کولو په هکله کار وکړي، ډیر حیرانونکي ټیلیفوني زنګونه تر لاسه کړل.

    د پخواني ولسمشر اوباما د ټیم غړو د ټرمپ دغه نوښت سره سخت مقاومت وښود. د اوباما د واکمنۍ پرمهال د امریکا د بهرنیو چارو مرستيال ټام مالینوفسکی وویل؛ چې د بندیزونو لرې کېدل به «د روسیې بری» وای.

    ډان فرید وويل؛ چې هغه په چټکۍ سره د کانګرس څخه وغوښتل، چې زر تر زره داسې قانون تصویب کړي، چې د ټرمپ د فرمان عملي کول پېچلې کړي.

    د بندیزونو د لرې کولو په تړاو د سیاسي پالیسۍ بهیر لا تر اوسه هم روان دی. دوو پخوانیو چارواکو وویل؛ چې په سوریه کې د تروریزم پر وړاندې مبارزې لپاره واشنګټن مسکو ته اړتیا لري. ددې سر بیره ټرمپ په پام کې درلوده، چې لونګ ایلانډ او میریلنډ کې روسیې ته هغه کورونه بیرته ورکړي، چې د اوباما د واکمنۍ پر مهال د ۲۰۱۶ ز- ل کال ددیسمبر په میاشت کې تړل شوي وو.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی