په ژوندی پڼه خپرونه
    د شانګهای د ټولنې د پراختیا په څپو کې باید نه یوازې هند او پاکستان، بلکې ایران هم شامل شي

    د شانګهای د ټولنې د پراختیا په څپو کې باید نه یوازې هند او پاکستان، بلکې ایران هم شامل شي

    © Sputnik/ Alexey Druzhinin
    سیاست
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 106 0 0

    د شانګهای د همکاریو په ټولنه کې د ایران غړیتوب به د هېوادونو تر منځ په متقابل عمل کې مثبت رول ولوبوي. په دې هکله څرګندونې چې د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیرایګر مارګولوف کړې، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په بریښنا پاڼه کې خپرې شوې دي.

    یاد دیپلومات یادونه وکړه؛ چې په استانه کې د شانګهای د همکاریو د ټولنې د غړو دولتونو د مشرانو د شورا په راتلونکې غونډه کې به اساسي لاسته راوړنه په دې ټولنه کې د هند او د پاکستان غړیتوب و. نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه؛ "روسیه باور لري چې زمونږ د سازمان د پراختیا په لومړیو څپو باید ایران هم شامل وي. ایران د اوږدې مودې رهیسې د شانګهای د سازمان په فعالیت کې د ناظر هیواد په توګه فعاله برخه درلوده، او همدارنګه د هغه د منلو د بهیر د پیلولو لپاره کوم حقوقي خنډونه شتون نه لري. زمونږ لپاره روښانه ده، چې د ایران غړیتوب به د امنيت، اقتصادي او بشري اړیکو په برخو کې د شانګهای د ټولنې د غړو هیوادونو تر منځ په تولو اړخونو کې د متقابل عمل لپاره یو مثبت ګام وي".

    ایګر مارګولوف په همدې ډول وویل؛ چې د شانکهای په راتلونکې غونډه کې به د ټولنې مشران د نړیوالې ترهګرۍ پر ضد په ګډه يوه ځانګړي اعلامیه خپره کړي. د یاد دیپلومات په اند؛ تمه ده، چې ځانګړی پاملرنه به د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په تړاو د شانګهای د ټولنې د اعلامیې لاسلیک ته اړول شوی وي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی