په ژوندی پڼه خپرونه
    پوتین به په استانه کې د پاکستان لومړي وزیر سره وګوري

    پوتین به په استانه کې د پاکستان لومړي وزیر سره وګوري

    © Sputnik/ Alexei Druzhinin
    سیاست
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 142 0 0

    د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به د جمعې په ورځ د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف سره د دوه اړخیزې غونډې په ترڅ کې د نړیوالو مسالو، د تروریزم او سخت دریځی پر ضد د مبارزې د همغږي په هکله خبرې وکړي.

    د ولادیمیر پوتین او نواز شریف کتنه به د شانګهای د ټولنې د غونډې په اوږدو کې د جون د میاشتې په ۸ او ۹ نېټه په استانه کې تر سره شي.

    د روسیې د ولسمشر سلاکار یوري اوشاکوف استانې ته د ولادیمیر پوتین د سفر په درشل کې وویل:«د پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف سره کتنه په ریښتینې توګه ډیره مهمه ځکه ده، لکه څنګه چې مونږ د پاکستان سره د شانګهای د ټولنې د غړیتوب تر لاسه کېدو کې مرسته وکړه په همدې ډول مونږ د هند سره هم په همدې کې مرسته کړې ده. د هند سیالانو سره زمونږ ولسمشر په تیره اونۍ کې په پیتربورګ کې ډیرې ګټورې کتنې کړې دي او اوس د شانګهای د ټولنې نوي غړي سره پاکستان سره ځانګړې کتنه ده».

    په استانه کې د شانګهای د ټولنې اساسي مساله ددغې ټولنې لیکو ته د هند او پاکستان شاملېدل دي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی