په ژوندی پڼه خپرونه
    د جنرال دوستم مخالفو، ګوند جوړ کړ

    د جنرال دوستم مخالفو، ګوند جوړ کړ

    © Sputnik/ Said Tsarnaev
    سیاست
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 116310

    د دې ګوند مشري سالم ساعي کوي او ويل کيږي غړي يې تر ډيره هغه کسان دي، چي د ملي جنبش ګوند له مشر عبدالرشيد دوستم سره ژور اختلافات لري.

    په افغانستان کي د دوستم مخالفو ترکمنو نن په کابل کي د (جنبش ملی نوين) يا نوي ملي جنبش په نوم ګوند اعلان کړ.

    دې ګوند نن د جوزجان د پخواني والي او د دوستم د سياسي سيال په شتون کي په کابل کي خپل موجوديت اعلان کړ.

    د نوي ملي جنبش ګوند مشر محمدسالم ساعي په همدې موخه جوړې سوې غونډې ته د وينا پر مهال وويل، چي ګوند يې له همدې لومړۍ ورځې په هېواد کي وروستي ترهګريز بريدونه غندي او پر حکومت غږ کوي، چي په امنيتي سکټور کي اړين اصلاحات رامنځته کړي.

    د نوي ملي جنبش ګوند مشر له ولسمشر غني په ملاتړ سره وويل، سربېره پر دې چي د حکومت ملاتړ کوي، په ولسمشر غږ کوي څو د اړينو اصلاحاتو له لارې په حکومت کي ټولو قومونو ته د ګډون زمينه برابره کړي.

    ساعي د احمدضيا مسعود او جميعت ګوند وروستي دريځ ته هم اشاره وکړه او ويې ويل، هغه سياسي ائتلافونه چي د سياسي باج اخيستنې په موخه جوړيږي، نه يوازې اغېزناک نه دي؛ بلکه شته ستونزې لا ورسره ډيريدای سي.

    د عبدالرشيد دوستم د زوی په مشرۍ د ملي جنبش ګوند د نوي ملي جنبش ګوند د رامنځته کيدو په غبرګون کي ويلي، چي دا ګوند په حکومت پورې تړلی او د دوی په چارو به د پام وړ اغېز و نه لري.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی