په ژوندی پڼه خپرونه
    پوتین: په افغانستان کې د امریکا سره همکاري د روسیې ګټو سره سمون خوري

    پوتین: په افغانستان کې د امریکا سره همکاري د روسیې ګټو سره سمون خوري

    © Sputnik/ Alexei Druzhinin
    سیاست
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 26001

    د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په دې اند دی، چې په افغانستان کې د امریکا سره همکاري د روسیې ملي ګټو سره سمون خوري.

    د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د امریکايي ریژیسور اولویر ستون د مرکې لومړۍ برخه د جون د میاشتې په ۱۲ نېټه خپره شوه.

    ستون پوښتنه وکړه؛«کله چې د امریکا ولسمشر بوش په افغانستان یرغل وکړ، نو ددغو عملیاتو په برخه کې ولادیمیر پوتین د امریکا سره همکاري کوله او ددې لپاره چې افغانستان ته اکمالات وشي، په قفقاز او یورواسیا کې ادې جوړې کړې».

    ولادیمیر پوتین په ځواب کې وویل؛ چې دا «په بشپړه توګه داسې نه وه».

    د روسیې ولسمشر د ټینګار سره وویل:«مونږ ددې لپاره کومې نوې اډې جوړې کړې نه وي. په تاجکستان کې د شوروي اتحاد د وختونو زمونږ پوځې قطعې شتون درلود چې وروسته بیا مونږ د افغانستان څخه د تروریستي ګواښ د مخنیوي په موخه په اډو بدلې کړې. مونږ د امریکا ملاتړ وکړ او د وسلو د اکمالاتو اجازه مونږ د خپلې خاورې ورکړې وه».

    نوموړي څرګنده کړه:«مونږ په دې اند یو؛ چې دغه همکارۍ زمونږ د ملي ګټو سره سمون خوري او دا هغه برخه ده، چې مونږ باید خپلې هڅې سره یو ځای کړو».

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی