په ژوندی پڼه خپرونه
    سپوتنیک

    « سپوتنیک » په پښتو ژبه بریښنا پاڼه پرانیسته

    © Sputnik/ Alexey Filippov
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 42174

    مسکو ، د اپریل د میاشتی لسمه نیټه ، د « سپوتنیک » د رسنیزو چارو دفتر- د سپوتنیک خبریز او هر اړخیزه رسنیز آژانس اعلان وکړ ، چی په پښتو ژبه د بریښنا ( پارتل ) لیکی په خپریدو پیل وکړ.

    دغه نوی رسنیزه پاڼه په لاندی  بریښنا پته لیدلی شی:  pashto.sputniknews.com

      دغه رسنیزه پاڼه د بیلابیلو لیدلورو څخه د نړیوالو مهمو مسالو په هکله خپرونی کوی. د دغه بریښنا لیکی مینه والو لپاره خبرونه به د اینترنیټ — راډیو په څپو کی هم خپریږی. د سپوتنیک رسنی ټولو مینه والو ته د څوقطبی نړی په هکله د بیلابیلو اندونو او لید لورو بر بنسټ انځور وړاندی کوی. په پښتو ژبه خپرونی د سپوتنیک په لیکه کی د معلوماتو د خپرولو کرښه  چی په انګلیسی ، فرانسوی ، سربی ، پرتوګالی ، عربی ، هندی پولنډی ، ایټالیوی ، چکی ، ویتنامی ، جاپانی ، کوریایی ، فارسی ، اردو ، دری ، جرمنی ، اسپانیوی ، چینایی ، ترکی ، قرغزی او ابخازی ژبو  خپریږی ، بشپړوی.

    « سپوتنیک — د ننی پیر يوه پرمختللی ټولییزه معلوماتی رسنی ده چی د نورو رسنیو سره په لومړی قدم کی د سکالو د غوره کولو له امله ، د لیدلورو او د نړی د پیژندنی له امله توپیر لری » ، دغه ټکی د سپوتنیک ټولییزی معلوماتی رسنی په هکله د دغه آژانس عمومی مشری مارګاریتا سیمنیان څرکند کړی دی.

    په pashto.sputniknews.com پاڼه کی چی په اونی کی هره ورځ ۲۴ ساعته خپرونی لری د خپریدونکو معلوماتو څرنګوالی د دغی رسنی د خبریالانو د مسلکی پوهی او د وړتیا ښکارندوینه کوی.

    د دغی بریښنا پاڼی لوستونکو او اوریدونکو ته د بیلابیلو مالوماتو ، خبرونو ، ویډیو ، انځوریزو راپورونو ، په ژوندی بڼه خپرونو ، د بریښنا په کرښه د رایو ورکړه او خوښولو ښوونتیاوی په پام کی نیول شوی دی. د بیړنیو خبرونو سر بیره سپوتنیک اوریدونکو او لوستونکو ته ځانګړی مرکی ، څیړنیزی خپرونی ، د کارپوهانو شننی او ارزونی وړاندی کوی.

    د Sputnik سپوتنیک sputniknews.com خبری آژانس او راډیو چی هر اړخیزه خبریزه او معلوماتی رسنی ده ، په لسګونو هیوادونو کی خپلی څانګی لری ، د Sputnik سپوتنیک بریښنا لیکه ډیری بریښنا پانی ، څپه یزی او عددی راډیو خپرونی ، په نړیوال اینټرنیټ غونډل کی ګرځنده بریښنایی پروګرانونه او پاڼی لری. د سپوتنیک شریکانو ته هره شیبه شپه او ورځ خبرونه په انګلیسی ، عربی ، اسپانیوی او چینایی ژبو خپریږی.  

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی