په ژوندی پڼه خپرونه
    امريکائي ځواکونو په عراق کې د «اسلامي دولت» يو مهم غړی نيولی دي

    SITE : د «اسلامي دولت» وسله وال نيت لري په امريکا متحده ايالاتو کې بیا دسپتمبر ۱۱ ترهګرۍ بريد تکرار کړي

    © Sputnik/ Andrey Stenin
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 2901

    د «اسلامي دولت » ترهګړې ډلې، ژمنه کړې چې په امريکا متحده ايالاتو کې،يوځل بيا دسپتمبر۱۱ ترهګرۍ بريد ترسره کړې. دامطلب د SITE سازمان، چې په انترنيت کې په ترهګرۍ فعاليتونو څارنه کوي، ورکړی دي.

    داسي ويل کيږي، چې دهشتګ دکارونکو شمير۱۵ زره تنو ته رسيږي. ددوی زياته برخه داپريل په لسمه نيټه دکمپاين دپرانستلو پروخت راغلل.
    دسپټمبر ديولسمي نيټې ترهګري بريد د «القاعده»وسله والو کسانو،اودالوتکو دټښتونکوکسانو له خواترسره شو.

    ددغه ترهګري بريد له امله، په نيويارک، واشنګټن، او دپنسلوانيا په ايالتونو کې ۳۰۰۰ کسان ووژل شول.

    دغه ترهګرې بريدونه ددريو الوټکو په ذ‌ريعه، چې دترهګروله خوارهبري کيدل، دنيويارک دنړيوال سوداګرې مرکر پراسمان خراش (World Trade Center)، او دپنتاګون پرودانۍ تر سره شول.
    په ۲۰۱۴ زیږدیز- لمریز کال کی د « اسلامی دولت » پراختیا یوه مهمه نړیواله ستونزه وه، په ۲۰۱۴ زیږدیز کال کی د « اسلامی دولت » جنګیالیو د عراق او سوریی ډیری سیمی تر خپلی ولکی راوستی دی، د امریکا د متحده ایالاتو د استخباراتو د اداری د راپور له مخی ویل کیږی چه، دغه ډله تر ۳۰ زرو تنو پوری وسله وال لری او په نیول شوو سیمو کی د خپل حکومت د « خلافت » اعلان کړی دی. د « اسلامی دولت » پر ضد د مبارزی متحده جبهه نشته ، د عراق او سوریی د دولتونو وسله وال پوځ د یادی ډلی پرضد جنګیږی، د امریکا په مشری د نړیوال ایتلاف ځواکونه یواځی هوایی بمباری کوی، د عراق او د سوریی کوردان هم په کی برخه لری. د دغو جګړو په اوږدو کی په زرګونو تنه ولسی وګړی له مینځه تللی، په سلکونو زره تنه کډوال شوی او ډیر نور هم د « اسلامی دولت » ډلی لخوا یرغمل نیول شوی دی.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی