په ژوندی پڼه خپرونه
    آنگلا مرکل

    د جرمنی پارلمان انګیلا میرکل ته وړاندیز وکړ ، چی روسیه د ۷ سترو پر مختللو هیوادونو غونډی ته راوبولی

    © AP Photo/ Martti Kainulainen
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 4311

    د جرمنی صدراعظمی انکیلامیرکل ته په کار ده، چی د سترو ۷ ګونی غونډی ته چی د ۲۰۱۵ زیږدیز – لمریز کال د جولای د میاشتی په ۷ مه او ۸ مه نیټه په جرمنی کی جوړیږی ، روسیی ته هم بلنه ورکړی . دغه څرګندونی په پارلمان کی د « چپیانو » مشر ګریګور ګیزی وکړی .

    د « ریا نووستی خبری آژانس » د جرمنی په پارلمان کی د « چپیانو » د مشر ګریګور ګیزی په حواله خبر ورکوی چی؛ « د روسیی پرته د کړکیچ څخه وتل نشته ، نوځکه خو د ستری « اوه ګونی » څخه دا ځل هم باید ستره « اته ګونی » جوړه شی. د روسیی بیلول هیڅ ګټه پرته له تاوانه نه لری ».
    د خپلو سلا او مشورو بنسټ یی د روسیی هغه مهم رول چی د ایران د اټمی پروګرام او په سوریی کی د کیمیاوی وسلو د له مینځه وړلو په بهیر کی لوبولی، یاد کړ. ګیزی ټینګار وکړ چی، بی له شکه د روسیی ولسمشر ولادیمیر پوتین په سیاسی کړیو کی یو مهم شخص دی.
    په همدی ډول نوموړې زیاته کړه چی، په نړی کی دسياسي او سوله ايزامنيت د ټینګښت په موخه اړېنه ده، چی د روسیی څخه د بندیزونو د لری کولو او د همکاریو د رغولو په لاره روان شو.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی