په ژوندی پڼه خپرونه
    په سوریی کی

    په سوریی کی تر شپږ زرو تنو پوری د اروپا وګړی جنګیږی

    © REUTERS/ Ammar Abdallah
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 3821

    تر شپږ زرو پوری د اروپا وګړی سوریی ته په جګړو کی د جهادیانو ملاتړ لپاره تلللی دی. دغه خبره د اروپایی ټولنی د عدلی چارو کمیشنری ویری یوریفنا کړی ده ، نوموړی زیاته کړه چی ښایی په جګړو کی د ښکیلو اروپایی وګړو شمیر له دی هم ډیر وی .

    « د اروپا په کچه د ۵ زرو څخه تر شپږ زرو تنو پوری خلک سوریی ته جګړو لپاره تللی دی ، چی ۱۴۵۰ تنه د فرانسی څخه هم په کی شامل دی ». د « ریا نووستی خبری آژانس » خبر ورکوی چی ؛ په دی هکله څرګندونی د اروپایی ټولنی کمیشنری د فرانسی د « فیګارو » د ورځباڼی سره په مرکه کی کړی ده.

    ویری یوریفنی زیاته کړه ، ښایی دغه شمیر ډیر ټیټ ښودل شوی وی ، کمیشنره په پام کی لری د اروپایانو د مخنیوی په موخه په دی برخه کی اړین ګامونه چی په خپل وخت کی پلی شی ، پورته کړی.

    ویره یوریفنا په همدی ډول د پولیسو او د قضایی ارګانونو تر مینځ په سیستماتیک ډول د معلوماتو د ورکړی راکړی د ټینګو اړیکو او همکاریو غوښتنه هم وکړه.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی