په ژوندی پڼه خپرونه
    ولادیمیر پوتین

    د «ټایم» د لوستونکو په اند ، پوتین د کال د غوره خلکو په نوملړ کی دوهم ځای خپل کړی دی

    © Sputnik/ Alexei Druzhinin
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 5101

    د روسیی ولسمشر ولادیمیر پوتین د امریکا د « Time » مجلی لخوا د ټولپوښتنی په پایله کی د لوستونکو د رایو د شمیر له مخی د نړی تر ټولو اغیزمنو خلکو په نوملړ کی دوهم ځای خپل کړی دی.

    د دغو څیړنو له مخی لومړی ځای د ۶،۶ سلنو رایو سره د جنوبی کوریا سندرغاړی   CLچی د « 2NE1 » په نامه د سندرغاړو په ډله کی ده او مشر یی د جاستین بیبیر سره د کار په تړاو وتلی او پیژندل شوی دی ، خپل کړی دی او پوتین د لوستونکو ۶،۴ سلنه رایی تر لاسه کړی دی.

    د نوملړ په دریم ځای کی د ليډی ګاګا نوم چی پوښتل شوو خلکو ورته ۲،۶ سلنه رایی ورکړی دی ، لیدل کیږی او نورو ګډونوالو د دوو سلنو څخه لږی رایی خپلی کړی دی. چی د سیاستوالو د جملی څخه  په کی بارک اوباما یوولسم ځای او د هغه میرمنی میشل ۱۲ ځای خپل کړی دی. په دغه نوملړ کی دالای لامه د روم د پاپ څخه دوه نمری مخکی شوی دی.

     په دغه نوملړ کی د سوریی ولسمشر بشر اسد ، د جرمنی د هیواد مشره میرکل ، او د شمالی کوریا د مشر د کیم چین این نومونه هم کښل شوی دی. لوستونکو کولای شو چی په دی هکله د ټولپوښتنو په بهیر کی د (Facebook) او د (Twitter) د پاڼو له لاری برخه واخلی.

    نښی
    ولادیمیر پوتین
    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی