په ژوندی پڼه خپرونه
    سوریه

    د ملګرو ملتونو استازی : نړی باید د روسیی وړاندیز ومنی تر څو په سوریی کی شخړه پای ته ورسیږی

    © AP Photo/ Diaa Hadid
    نړۍ
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 4411

    نړیواله ټولنه که په سوریی کی د شخړی پای ته رسیدل غواړی ، باید د روسیی وړاندیز ته خپل پام راوګرځوی. دغه مطلب د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی ستیفان دی ماستوره څرګند کړی دی.

    د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی ستیفان دی ماستوره د بریتانیا د « ایندیپیندت » د ورځپاڼی سره په مرکه کی د سوریی د کړکیچ د هواولو لپاره د مسکو او دمشق تر مینځ ښی اړیکی په ګوته کړی دی.

    د « ایزدانیه » په نامه بریښنا پاڼه کی په دی تړاو ویل کیږی چی ؛ « د سوریی لپاره ځانګړی استازی وویل چی ، اوسمهال ټولو ته په کار ده چی په سوریی کی څلور کلنی شخړی ته، په کومه کی چی ۲۱۰ زره تنه خلک ووژل شول او په مینځنی ختیځ کی په پراخه کچه د « اسلامی دولت » تروریستی ډلی پراختیا وکړه ، د پای د ټکی ایښودو په موخه باید په ښه توګه روسیی ته غوږ ونیول شی ».

    ورځپاڼه د دی مانستوره له قوله کاږی چی؛ « روسیه په دمشق خپل ځانګړی اغیز لری او مهمه دا ده چی په کار واچول شی ».د دواړو هیوادونو د اړیکو ریښی د هغه مهال څخه چی د بشر اسد پلر حافظ اسد په واک کی وو ، غزیدلی دی نو له همدی کبله روسان دغه سیستم پیژنی او پوهیږی چی سوریایان په څه ډول فکر کوی.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی